-
صهیونیسټان به د ایران د وېشلو آرمان قبر ته یوسي
Mar 17, 2024 02:46د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی، د ایران د تقسیم په اړه د صهیونیسټي رژیم د پخواني امنیتي چارواکي«مردخای کیدار» د څرګندونو په غبرګون کې وویل: تاسو به دغه ارمان قبر ته یوسئ.
-
په غزه کې څه دپاسه ١٣٠ خبريالان شهيدان، ١٦ تنه ټپيان او څلور تنه نور ورک دي
Mar 17, 2024 02:31د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د قطر استازی عبدالله ناصر النعمه د دې په بیان سره چې د غزې تړانګه د نن ورځې جنګونو په تاریخ کې د خبریالانو ترمنځ ترټولو د زیاتو قربانیانو شاهده ده، د خبریالانو د ساتنې پر ضرورت باندې ټینګار وکړ.
-
امریکا ته قدرت ښودنه؛ کېم جونګ اون خپله د پوځ تمرینات اداره کوي
Mar 16, 2024 08:44د شمالي کوریا دولتي خبري آژانس له لوري په تازه خپاره شویو انځورونو کې لیدل کېږي، چې د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون په خپله د دغه هېواد د پوځ نوي پیل شوي تمرینات له نږدې څاري.
-
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د یوناما ماموریت تمدید کړ
Mar 16, 2024 07:48د ملګرو ملتونو امنیت شورا د کب پر ۲۵مه په یو پریکړه لیک کې د یو بل کال لپاره هم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) ماموریت تمدید کړ.
-
امریکا د هر ډول بشري حقونو د سرغړونې اصلي تورنه ده
Mar 15, 2024 11:41د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل: د بشریت د وجدان او د نړۍ د عامه افکارو له آنده، د صهیونیسټي رژیم په تجهیز او سمبالولو کې د ګډون له امله، امریکا د هر ډول بشري حقونو او قوانینو په نقضولو کې اصلي تورنه ده.
-
د افغانانو لپاره دې د کډوالۍ ویزو شمېر زیات شي
Mar 15, 2024 09:21د امریکا ۱۲ جمهوري غوښتونکو او ډیموکراتو سناتورانو د کانګرس له لوړ پوړو چارواکو غوښتي، چې د هغو افغانانو لپاره دې د کډوالۍ ویزو شمېر زیات کړي، چې د امریکا له دولت سره یې کار کړی دی.
-
امریکا په فارس خلیج کښې د ویلو لپاره هیڅ نلري
Mar 15, 2024 00:40تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د سمندري ځواک د دوهمې سیمې قومندان سردار سرتیپ « حیدر هنریان مجرد» په شهید سلیماني جنګي بیړۍ سره په اوقیانوسیو کښې د ایران د قدرت د ښودلو خبر ورکړ او ویې ویل امریکا په فارس خلیج کښې د ویلو لپاره هیڅ نلري.
-
قرآنکریم فلسطینیانو ته سکون او صبر ورکوي
Mar 13, 2024 11:26پارس ټوډې - فلسطیني خبریال "ربيع ابو نقیره" په انسټاګرامي پوسټ کې د جګړې له سختو شرایطو سره سره، په رفح کې د قرآنکریم د حفظ کولو لپاره د ماشومانو د هڅو ستاینه کړې ده.
-
چین، روسیه او ایران امریکايي نړیوال نظم ننګوي
Mar 13, 2024 09:43پارس ټوډې – د امریکا د استخباراتي ادارو مشرانو په یوه راپور کې د ایران اسلامي جمهوریت، روسیه او چین په نړۍ کې د امریکا د تسلط منتقدین بللي دي.
-
د روسیې ولسمشر امریکا ته خبرداری ورکړ
Mar 13, 2024 08:44زمونږ خبریال راپور راکړی د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین امریکا او لویدیځو هیوادونو ته خبرداری ورکړی چې روسیه په تکنیکي ډول اټومي جنګ کولو ته تیاره ده.