-
نوروزي: د خپلواکو رسنيو د حق غوښتنې غږ د توغنديو په واسطه نه مړ کېږي
Sep 15, 2025 01:44پارس ټوډې - د ايران د ملي رسنۍ د بهرنۍ څانګې مرستيال په غزه کې د فلسطيني خبريالانو د وژنې او په تهران کې د صدا او سيما پر مرکزي ودانۍ د بريد په وړاندې د چوپتيا په اړه وويل: د رسنيو د خونديتوب او دفاع لپاره د حقوقي کاري ډلې جوړول اړين دي.️
-
د قطر لومړی وزير: د صهيونيسټي رژيم د دوحې پر ضد تيريو د غزې په اړه خبرې اترې له منځه یوړلې
Sep 15, 2025 01:42پارس ټوډې - د قطر لومړي وزير او د بهرنيو چارو وزير د اسلامي همکاريو سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې په خپلو خبرو کې وويل: پر دوحې د صهيونيسټي رژيم وروستي بريدونه د «دولتي تروريزم» نښه ده او دا تېری نه يوازې د قطر پر ملي حاکميت، بلکې پر نړيوال منځګړیتوب باندې بريد دی.
-
حماس: نتنياهو غواړي په سيمه او نړۍ کې د تروريزم لپاره خطرناکه لاره پرانيزي
Sep 15, 2025 01:31پارس ټوډې - د فلسطين د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) د عربي او اسلامي هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو او په نړۍ کې د فعالو او اغېزمنو هېوادونو لپاره، په يوه يادښت کې د صهيونيستانو د خيانتامېزه هڅو جزئيات، چې په دوحه کې يې د دې غورځنګ د خبرو اترو پلاوي د ترور کولو هڅه کوله، بيان کړل او اعلان يې وکړ: افراطي صهيونيسټي رژيم، چې په وهمونو کې ډوب دی، غواړي په سيمه او نړۍ کې د تروريزم لپاره خطرناکه لاره پرانيزي.
-
ناټو د اروپا په ختیځ کې یو نوی پوځي مرکز جوړ کړ
Sep 13, 2025 09:00پارس ټوډې - د روسیې د ډرونونو له خوا د پولنډ هوايي حدودو د نقض کولو ادعاوو وروسته، د ناټو سر منشي د اروپا په ختیځ کې د یوه نوي پوځي مرکز د جوړولو خبر ورکړ.
-
جنرال موسوي: پر قطر د صهیونیسټي رژیم یرغل د امریکا په شنه څراغ سره وو
Sep 12, 2025 03:34پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز د قطر د دفاعي چارو له سلاکار او د لومړي وزیر له مرستیال سره په ټلفوني خبرو کې د ایران له لورې د قطر د خلکو پر ملاتړ ټینګار وکړ.
-
د قطر لومړی وزیر: د اسرائیلي رژیم له خوا پر دوحې برید «دولتي ترهګري» ده
Sep 12, 2025 01:57پارس ټوډې - د قطر لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د صهیونیسټي رژیم له خوا پر دوحې د هوايي یرغل په غبرګون کې دا اقدام «دولتي ترهګري» وبلله.
-
ایراني ایکس کاروونکي: صهیونیزم نه شیعه پېژني او نه سني
Sep 11, 2025 10:15پارس ټوډې - په ایکس ټولنیزه شبکه کې ایراني کاروونکو د وحدت اونۍ د لمانځلو پر مهال د اسلامي امت یووالی د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) له مهمو تعلیماتو څخه وباله.
-
د اسرائیلو د ۱۴ شبکې پر سټوډیو د جګړې ضد فعالانو برید / د حماس د مشرانو کوربه هېوادونو ته د صهیونیسټي رژیم ګواښ
Sep 11, 2025 09:09پارس ټوډې - د صهیونیسټي رژیم معاریو ورځپاڼې لیکلي چې غوسه شوي لاریون کوونکو د اسرائیلي رژیم د ۱۴ شبکې سټوډیو ته په ننوتلو سره، د غزې د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه وکړه او د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) سره د اوربند او د اسیرانو د تبادلې د توافق غوښتونکي شول.
-
پزشکیان: له صهیونیسټي رژیم سره د مقابلې لاره، د اسلامي امت یو موټی او مقتدرانه دریځ دی
Sep 11, 2025 08:53پارس ټوډې - د ایران اسلامي جمهوریت ولسمشر د مصر له ولسمشر سره په ټلفوني خبرو کې د صهیونیسټي رژیم لخوا پر قطر د جنایتکارانه تجاوز په اړه وویل چې د دې رژیم د غیرانساني کړنو د دوام مخنیوي لپاره د اسلامي امت لخوا یو قاطع او یو موټی دریځ اخیستل اړین دی.
-
اولیانوف: ایران حق لري چې د لوېدیځ په وړاندې د خپلو ګټو او حقونو دفاع وکړي / مسکو د تهران تر څنګ ولاړ دی
Sep 11, 2025 08:16پارس ټوډې - په ویانا کې په نړیوالو سازمانونو کې د روسيې دایمي استازي میخائیل اولیانوف ټینګار وکړ چې ایران حق لري د لوېدیځ په وړاندې د خپلو ګټو او حقونو دفاع وکړي.