امریکایي افشاګر: د شیرین ابوعاقله وژنه قصدي وه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i167934-امریکایي_افشاګر_د_شیرین_ابوعاقله_وژنه_قصدي_وه
پارس ټوډې - امریکایي افشاګر د اسرائیلي پوځ له خوا د شیرین ابوعاقله وژنې په پټولو کې د بایډن ادارې له رول څخه پرده پورته کړه.
(last modified 2025-12-02T07:37:56+00:00 )
Dec 02, 2025 12:04 Asia/Kabul
  • د الجزیرې خبریاله شیرین ابوعاقله، پر مسجدالاقصی د صهیونیسټانو د یرغل پر مهال د ژوندي راپور ورکولو په حال کې د صهیونیسټي پوځیانو له خوا په نښه شوه او په شهادت ورسېده.
    د الجزیرې خبریاله شیرین ابوعاقله، پر مسجدالاقصی د صهیونیسټانو د یرغل پر مهال د ژوندي راپور ورکولو په حال کې د صهیونیسټي پوځیانو له خوا په نښه شوه او په شهادت ورسېده.

پارس ټوډې - امریکایي افشاګر د اسرائیلي پوځ له خوا د شیرین ابوعاقله وژنې په پټولو کې د بایډن ادارې له رول څخه پرده پورته کړه.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، امریکایي افشاګر او د امریکا د پوځ پخواني ډګروال سټیو ګاباویکس، په یوه مصاحبه کې د اسرائیلو له خوا د بشري حقونو د نقض نوي اړخونه او پکې د امریکا حکومت رول روښانه کړ. هغه په ۲۰۲۲ کال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا د شیرین ابوعاقله د وژنې د څېړلو لپاره لېږل شوی وو، وایي موندنې یې ښیي چې اسرائیلي ځواکونو په قصدي توګه دا د الجزیرې خبریاله په نښه کړې وه.

د دې امریکایي افشاګر په وینا، د الجزیرې فلسطیني-امریکایي خبریاله شیرین ابوعاقله، په داسې حال کې چې د «مطبوعات» نښان یې پر لباس لیکل شوی وو، ۱۶ ځله پرې ډزې وشوې. خو د اسرائیلو د غبرګون د مخنیوي لپاره، د امریکا بهرنیو چارو وزارت دا وژنه «تصادفي» اعلان کړه.

ګاباویکس همدارنګه ادعا کړې چې شیرین ابوعاقله یوازې یوه له څو امریکایي اتباعو څخه وه چې د اسرائیلي پوځ له خوا وژل شوي، خو امریکا هېڅکله له اسرائیلو په دې اړه پوښتنه ونه کړه. دا افشاګري یو ځل بیا په اسرائیلي پورې اړوندو حساسو دوسیو کې د واشنګټن رول ژوندی کوي.