-
د ملګرو ملتو سرمنشي د پاکستان د پارلیماني انتخاباتو د ترسره کیدو ملاتړ وکړ
Jul 28, 2018 03:02د ملګرو ملتو سرمنشي د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د پاکستان د پارلیماني انتخاباتو د ترسره کیدو ملاتړ وکړ او هغه یې په دغه هیواد کښې د ثبات او ولسواکۍ لپاره یو ښه ګام وباله.
-
د اروپايي اتحادیې د پلاوي مشر د پاکستان د پارلیماني انتخاباتو سموالی تایید کړ
Jul 28, 2018 01:11د پاکستان سراسري پارلیماني انتخاباتو لپاره د اروپايي اتحادیې د څیړونکو د ورلیږل شوې ډلې مشر وویل چې په دغه هیواد کښې د انتخاباتو د ترسره کیدو طریقه د منلو وړ وه او د مفتشانو له نظره انتخابات په بشپړه سالمه توګه ترسره شول.
-
په پارلېماني انتخاباتو کښې د پاکستان د تحريک انصاف ګوند کاميابي اعلان شوه
Jul 27, 2018 10:57د پاکستان د انتخاباتو کمېشن د عمران خان په مشرۍ د دغه هېواد تحريک انصاف ګوند د پارلېماني انتخاباتو کامياب ګوند اعلان کړ.
-
درغلي نشته، د سیسټمونو خرابي د انتخاباتو د پایلو د ځنډیدو سبب شوې
Jul 26, 2018 09:44د پاکستان په عمومي انتخاباتو د څارنې کمیټې په انتخاباتو کښې د درغلۍ په هکله د ځینو ګوندونو د مشرانو د ادعا په ردولو سره وویل: په ځینو سیسټمونو کښې د خرابۍ رامینځته کیدل د انتخاباتو د نتایجو د اعلان د ځنډیو سبب شوي دي.
-
په غزني ولایت کښې دې پارلیماني انتخابات وځنډول شي
Jul 26, 2018 08:24د افغانستان د انتخاباتو کمیشن وړاندیز وکړ چې د دغه هیواد د ختیځ په غزني ولایت کښې د ناامنۍ په وجه د پارلیماني انتخاباتو ترسره کیدل دې وځنډول شي.
-
د پاکستان د انتخابات له نتائجو وروسته د تحريک انصاف ګوند د پلويانو خوشحالۍ
Jul 26, 2018 01:15د پاکستان د قومي او صوبائي پارلېمانونو د عامه انتخاباتو له ختمېدو او په مختلقو حلقو کښې د کانديدانو د رايو له شمېرنې وروسته د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحريک انصاف ګوند طرفداران سړکونو ته راووتل.
-
په پاکستان کښې له کېمپونو څخه د افغان مهاجرينو په بهر وتلو بنديز
Jul 24, 2018 10:12د پاکستان د پېښور پوليسو له کېمپونو څخه د افغان کډوالو په وتلو د بنديز لګولو خبر ورکړ.
-
د افغانستان د انتخاباتو د معتبر کولو لپاره د ملګرو ملتو کوشش
Jul 22, 2018 13:14په افغانستان کښې د انتخاباتو پروسه چې په حقیقت کښې د څو بهرنیو هیوادونو یوه پروسه ده، دومره بدنامه ده چې د ملګرو ملتو د دفتر په شمول د هغې د ملاتړو له تایید سره سره یې خپل اعتبار بایللی دی.
-
د پاکستان په بلوچستان کښې بيا ترهه ګريزه حمله وشوه
Jul 23, 2018 01:27ناپېژندل شوي وسله وال کس يا کسانو د پاکستان د بلوچستان صوبې په دالبندين ښار کښې د بلوچستان عوامي پارټۍ په دفتر د ناپېژندل شوي کس يا کسانو په حمله کښې شل تنه ژوبل شول.
-
په ځانمرګي برید کښې زخمی شوی اکرام الله ګنډاپور مړ شو
Jul 22, 2018 14:20د پاکستان په ډیره اسماعیل خان ښار کښې نن سهار په شوې چاودنه کښې زخمی شوی د پاکستان تحریک انصاف کاندید اکرام ا... خان ګنډاپور وفات شو.