د افغانستان د انتخاباتو د معتبر کولو لپاره د ملګرو ملتو کوشش
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i74951-د_افغانستان_د_انتخاباتو_د_معتبر_کولو_لپاره_د_ملګرو_ملتو_کوشش
په افغانستان کښې د انتخاباتو پروسه چې په حقیقت کښې د څو بهرنیو هیوادونو یوه پروسه ده، دومره بدنامه ده چې د ملګرو ملتو د دفتر په شمول د هغې د ملاتړو له تایید سره سره یې خپل اعتبار بایللی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 22, 2018 13:14 Asia/Kabul
  • د افغانستان د انتخاباتو د معتبر کولو لپاره د ملګرو ملتو کوشش

په افغانستان کښې د انتخاباتو پروسه چې په حقیقت کښې د څو بهرنیو هیوادونو یوه پروسه ده، دومره بدنامه ده چې د ملګرو ملتو د دفتر په شمول د هغې د ملاتړو له تایید سره سره یې خپل اعتبار بایللی دی.

د تهران راډیو سیاسي مبصر لیکلي چې په افغانستان کښې د ملګرو ملتو د دفتر مشر تادامیچي یاماموتو په دغه هیواد کښې د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو په هکله چې ټاکل شوې د روان کال د تلې په میاشتې کښې ترسره شي، وویل: نهه میلیونه افغانانو د انتخاباتو د رایه ورکونې په پروسه کښې نوم لیکنه کړې ده.

هغه دا څرګندونې داسې په مسئولیت سره وکړې چې ته به وی خپله یې نوم لیکونکي شمیرلي دي. البته افغانان په خپل هیواد کښې د ملګرو د دفتر (یوناما) په مشر او د دغه سازمان په مجبوریو ښه پوهیږي او که په مجموعي توګه په روانو حالاتو کښې د دغه سازمان حیثیت او اعتبار چې د نړۍ له یو قطب کیدو وروسته ترې برخور دی، لږ وجاجول شي نو معلومه به شي چې خپل هغه زوړ حیثیت او اعتبار یې بایللی دی او په افغانستان کښې د ملګرو ملتو د سرمنشي د ځانګړي استازي دفتر هم له دې مجبوریو مستثنی نه دی چې دا سازمان ورسره په مجموعي توګه مخ دی. بیخي معلومه ده چې د افغانستان د انتخاباتو د پروسې او د ۹ میلیون افغانانو د نوم لیکنې په هکله د تادامیچي یاماموتو څرګندونې د لویدیځو په تیره بیا امریکې د سفارت په حکمونو چې عملاً د انتخاباتو په فساد کښې لاس لري په حکمونو شوې دي. که په افغانستان کښې د ملګرو ملتو د دفتر مشر لږ د دغه سازمان د اعتبار او حیثیت په فکر کښې وی نو هیڅکله به یې د یوې داسې بدنامې پروژې په هکله څرګندونې نه کولی چې په افغانستان کښې ورسره په پراخه پیمانه مخالفت شوی دی. افغان ولس د نوم لیکنې او په ټول کښې د خپل هیواد د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو په ټولې پروسې بې باوره دی. ګوندونه او ائتلافونه اعتراض لري او د نوم لیکنې له اعلان شویو احصائیو سره موافق نه دي او په بشپړه توګه یې یو نظر لري. بلکې د پيژندپاڼو او جعلي سټیکرونو او پراخې درغلۍ په باب ټول ګوندونه او ائتلافونه او سیاسي بهیرونه په بشپړنه توګه یوه خوله دي. دا چې په افغانستان کښې موجود ګوندونه د حزبي اصولو څومره خیال ساتي یا پر دغو اصولو څومره پابند دي، دا یو بیل بحث دی خو همدغه ګوندونه د افغانستان په مختلفو ولایتونو کښې پوره نفوذ لري. دا کسان چې د انتخاباتو پروسه غلطه او د رایه ورکونکو شمیر دروغ ګڼي، نه د انتخاباتو کمیشن د دروغو احصایئې پټې ساتلې شي، نه د ملګرو ملتو دفتر او نه هم لویدیځې په تیره بیا د امریکې سفارتخانه.

په افغانستان کښې د ملګرو ملتو د دفتر مشر ښايي غوښتل چې په دې څرګندونو سره د افغانستان راتلونکو ټاکنو ته اعتبار ورکړي. خو په افغانستان کښې د انتخاباتو پروسه چې په حقیقت کښې د څو بهرنیو هیوادونو یوه پروسه ده، دومره بدنامه ده چې د ملګرو ملتو د دفتر په شمول د هغې د ملاتړو له تایید سره سره یې خپل اعتبار بایللی دی.