په غزني ولایت کښې دې پارلیماني انتخابات وځنډول شي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i75066-په_غزني_ولایت_کښې_دې_پارلیماني_انتخابات_وځنډول_شي
د افغانستان د انتخاباتو کمیشن وړاندیز وکړ چې د دغه هیواد د ختیځ په غزني ولایت کښې د ناامنۍ په وجه د پارلیماني انتخاباتو ترسره کیدل دې وځنډول شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 26, 2018 08:24 Asia/Kabul
  • په غزني ولایت کښې دې پارلیماني انتخابات وځنډول شي

د افغانستان د انتخاباتو کمیشن وړاندیز وکړ چې د دغه هیواد د ختیځ په غزني ولایت کښې د ناامنۍ په وجه د پارلیماني انتخاباتو ترسره کیدل دې وځنډول شي.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د انتخاباتو د کمیشن غړو نن وویل: په غزني ولایت کښې د خرابو امنیتي حالاتو او ځینو نورو ستونزو په وجه د پارلیماني انتخاباتو د ترسره کیدو امکان نشته.

دا په داسې حال کښې دي چې تیره میاشت د انتخاباتو خپلواک کمیشن په غزني ولایت کښې د انتخاباتو مهال ویش اعلان کړی و.

د دغه مهال ویش له مخې د رایه ورکونکو نوم لیکنه په مرکز، ولسوالیو او کلیو کښې هممهاله له تیرې شنبې څخه د شلو ورځو په موده ترسره کیږي.

خو په تیرو څو ورځو کښې د غزني ولایت په مختلفو سیمو کښې د طالبانو او د افغانستان د امنیتي ځواکونو ترمینځ سختې نښتې وشوې چې پکښې سلګونه کسان مړه او ژوبل شوي دي.

د دغه ولایت یوه برخه د طالب ډلې په واک کښې ده.

د افغانستان د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو انتخابات ټاکل شوې له درې کاله ځنډ وروسته د روان ۲۰۱۸ کال د اکتوبر په شلمه نیټه ترسره شي.