-
داسلامی ایران د ولسمشرۍاو شوراګانو د راتلونکو انتخاباتو کمیشن فعالیتونه پیل کړل
Mar 05, 2017 01:45ایرناخبر ي آژانس راپورورکړ د ایران داسلامی جمهوریت دکورنیو چارو وزیر عبدالرضا رحماني فضلي پرون مازدیګر د دغه کمیشن په پرانیستونکو دستورو کې وویل ، دټآکل شوي مهال ویش په اساس ، دایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشرۍ د دولسم پړاؤ په انتخاباتو کې ګډون کونکي کاندیدان دمارچ له دولسمې تر شپاړسمې نیټې پورې او ډښارونو اوکلو دانتخاباتو کاندیدان هم دمارچ له شملې تر شپږویشتمې نیټې پورې خپلې نامې ثبتولی شي
-
دافغانستان دراتلونکوانتخاباتو لپاره جامع پروګرام برابرشوی دی .
Feb 11, 2017 14:22زمونږخبریال دتسنیم خبری آژانس له قوله راپورارکړ دافغانستان دانتخاباتو دخپلواکه کمیشن مشر نجبیب ا...احمدزئ په یولړ څرګندونو کې ویلی دي ، د راتلونکو پارلیماني اوولایتي شوراګانو دانتخاباتو د ترسره کیدا جامع پروګرام به دافغانستان ولسمشر اشرف غني ته د حوت یا کب دمیاشتې په دوهمه نیټه وړاندې کړي .
-
په افغانستان کې په نزدې ر اتلونکي کې د ټاکنوکومه اراده نه ښکاري
Jan 30, 2017 17:04زمونږخبریال دافغانستان دخبروسرچینو له قوله راپورراکړ دافغانستان پر ټاکنو څارونکي بنسټونه او کارپوهان وايي ، د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو ترسره لپاره غوڅه اراده نشته او په دې اړه د ټاکنو خپلواک کمېسيون بحثونه د خلکو د تېر ايستلو په موخه دي.
-
په افغانستان کې تردې دمه دشفافوانتخاباتولپاره مناسب شرائط نه دي برابر شوي
Jan 30, 2017 17:02ایرناخبری آژانس راپور ورکړ دافغانستان دانتخاباتي شکایتونو دکمیشن مشر عبدالعزیز آریائي نن په کابل کې په خبري غونډې کې دانتخاباتي شکایتونو باندې دغور دکمیشن وختي فعالیتونه مشکل ساز وبل او وې ویل ، د دغه کمیشن کابو شپیته فی صدي څوکۍ خالی دي او دچارو دپرمخ بیولو لپاره تخنیکي کسانو ته اړتیا لري چې دهغو ګمارلو او دکارونو پیلول وخت ته اړتیا لري .
-
دافغانستان د انتخاباتو دخپلواکه کمیشن مسئولیّت باید یوه دباؤر وړ کس ته وسپارل شي .
Jan 28, 2017 12:23دافغانستان د ملی وحدت حکومت داجرائي شورا مشر عبدا... عبدا.... ویندوي مجیب الرحمان رحیمي په کابل کې پرون مازدیګر په خبري ناستې کې ویلي دي ، مونږو په دې اند یوو چې هغه ښه اونیک کسان چې له تیرو مسئولانو سره ئې پيوند اورابطه نه ده درلودلې او دخلکو لپاره هم د باؤر وړ دي ، باید دانتخاباتو دخپلواکه کمیشن ددارالانشا دمسئول په توګه معرفي شي .