په افغانستان کې تردې دمه دشفافوانتخاباتولپاره مناسب شرائط نه دي برابر شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i39779-په_افغانستان_کې_تردې_دمه_دشفافوانتخاباتولپاره_مناسب_شرائط_نه_دي_برابر_شوي
ایرناخبری آژانس راپور ورکړ دافغانستان دانتخاباتي شکایتونو دکمیشن مشر عبدالعزیز آریائي نن په کابل کې په خبري غونډې کې دانتخاباتي شکایتونو باندې دغور دکمیشن وختي فعالیتونه مشکل ساز وبل او وې ویل ، د دغه کمیشن کابو شپیته فی صدي څوکۍ خالی دي او دچارو دپرمخ بیولو لپاره تخنیکي کسانو ته اړتیا لري چې دهغو ګمارلو او دکارونو پیلول وخت ته اړتیا لري .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 30, 2017 17:02 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې تردې دمه دشفافوانتخاباتولپاره مناسب شرائط نه دي برابر شوي

ایرناخبری آژانس راپور ورکړ دافغانستان دانتخاباتي شکایتونو دکمیشن مشر عبدالعزیز آریائي نن په کابل کې په خبري غونډې کې دانتخاباتي شکایتونو باندې دغور دکمیشن وختي فعالیتونه مشکل ساز وبل او وې ویل ، د دغه کمیشن کابو شپیته فی صدي څوکۍ خالی دي او دچارو دپرمخ بیولو لپاره تخنیکي کسانو ته اړتیا لري چې دهغو ګمارلو او دکارونو پیلول وخت ته اړتیا لري .

 آریائي ټينګار کړی   دانتخاباتو په چارو کې ولس ته اطلاع رسول  او دشفافیَت تامینول ،   د انتخاباتو دکمیشنونو  دبریالیتوب اصلی شرط  او هم داراز د دغه کمیشن  اصلی موخه ده .

دافغانستان دانتخاباتي نظام داصلاح دکمیشن جوړول  د ملی وحدت حکومت  دجوړیدا د سیاسی  موافقې یو مهم  مورد دی ، خو تراوسه پورې دغه کمیشن،  دشفافو انتخاباتو  دترسره کولو لپاره کوم  فعالیت  نه دی کړی.