دافغانستان دراتلونکوانتخاباتو لپاره جامع پروګرام برابرشوی دی .
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i40663-دافغانستان_دراتلونکوانتخاباتو_لپاره_جامع_پروګرام_برابرشوی_دی_.
زمونږخبریال دتسنیم خبری آژانس له قوله راپورارکړ دافغانستان دانتخاباتو دخپلواکه کمیشن مشر نجبیب ا...احمدزئ په یولړ څرګندونو کې ویلی دي ، د راتلونکو پارلیماني اوولایتي شوراګانو دانتخاباتو د ترسره کیدا جامع پروګرام به دافغانستان ولسمشر اشرف غني ته د حوت یا کب دمیاشتې په دوهمه نیټه وړاندې کړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 11, 2017 14:22 Asia/Kabul
  • دافغانستان دراتلونکوانتخاباتو لپاره جامع پروګرام برابرشوی دی .

زمونږخبریال دتسنیم خبری آژانس له قوله راپورارکړ دافغانستان دانتخاباتو دخپلواکه کمیشن مشر نجبیب ا...احمدزئ په یولړ څرګندونو کې ویلی دي ، د راتلونکو پارلیماني اوولایتي شوراګانو دانتخاباتو د ترسره کیدا جامع پروګرام به دافغانستان ولسمشر اشرف غني ته د حوت یا کب دمیاشتې په دوهمه نیټه وړاندې کړي .

 هغه  وویل  د راتلونکو انتخاباتو  دترسره کیدا لپاره  دغه جامع پروګرام به  چې د سیمه ایز سسټم په باب دی ،  ولسمشر ته وړاندې شي او  له تصویبیدو وروسته به  دانتخاباتو  خپلواکه کمیشن  پروګرامونه  په عملي ډول اعلان شي .

 په داسې حال کې چې  احمدزي  د دغه پلان دجزیاتو په باب نور جزیات  نه ديوړاندې کړي ، خو   دانتخاباتي حوزو  ویش او  د رايو کارډونه  د دغه پلان  مهمې برخې دي .

 کابو دوه میاشتې مخکې  دافغانستان  دانتخاباتو دخپلواکه کمیشن چارواکو  ویلی وو چې   درې کمیټې  به  تر دوو میاشتو پورې  دانتخاباتو دترسره  کیدا عملیاتي ،مالي  اوحقوقي مسئلو په باب  ارزونې وکړي  او وروسته به  ئې وخت  اعلان کړي . . هغه زیاته کړې  چې  حقوقي کمیشن  به   دغه ایجنډا  وجاجوي  او دکار له بشپړولو وروسته  به  دپارلیماني اوولایتي شوراګانو  دانتخاباتو وخت  به هم  مشخص کړي .