-
د روسیې هوايي ځواک د اوکراین دوه اتیا بې پایلوټه الوتکې تباه کړې
Jun 07, 2025 01:48ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې دفاع وزارت نن سهار وختي وویل د هوايي دفاع ځواکونو د اوکراین د دوه اتیا بې پایلوټه الوتکو مخه نیولي او هغه یې تباه کړي دي.
-
په اوکراین د روسیې په بریدونو کښې څلور کسان مړه او اتیا ژوبل شوي
Jun 07, 2025 01:37ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اوکراین ولسمشر «ولودیمیر زلنسکي» وویل د روسیې په پراخو توغندوي او بې پایلوټه الوتکو بریدونو کښې چې پرون سهار وشوې څلور کسان وژل شوي او اتیا نور ژوبل شوي هم دي.
-
ایا اروپا د روسیې د خطر په لوی ښودلو سره د خپل پوځي قدرت د زیاتولو لپاره د پلمې لټول غواړي؟
Jun 05, 2025 12:01په اسپانیا کښې دیره د سولې د نړیوالو مطالعاتو مرکز په اروپا باندې د احتمالي حملې لپاره د روسیې ګواښ د اوکراین د جنګ له پیلیدا راهسې د اروپايي هیوادونو د وسلو د پیاوړي کولو د بهیر د پراخولو لپاره د دغه اتحادیې پوچه پلمه وبلله.
-
د اوکراین بې پایلوټه الوتکو حملو د ټرامپ اعتبار تر پوښتنې لاندې وروستلی
Jun 02, 2025 10:51ایرنا خبري اژانس راپور راکړی سي این این ټیلي ويژن د روسیې په پوځي اډو باندې د اوکراین د بې پایلوټه الوتکو نویو حملو ته په اشارې سره نن ورځ د ترکیې په استانبول کښې د روسیې او د اوکراین ترمینځ د سولې د خبرو په درشل کښې د تاوتریخوالو زیاتیدا ته په نغوتې سره ولیکل
-
له پراخو ډرون بریدونو وروسته اوکرایین او روسیه په استانبول کې مذاکرات پیلوي
Jun 02, 2025 09:00زمونږ خبريال وايي د استانبول سیراګان ماڼۍ د مذاکراتو لپاره ټاکل شوی ځای دی.
-
د ټرمپ او پوتین ترمنځ دوه ساعته خبرې پای ته ورسېدې
May 20, 2025 02:44زمونږ خبریال راپور راکړی د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل امریکايي سیال ډونالډ ټرمپ سره د اوکرایین جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې رغنده بللې دي.
-
اروپايي هیوادونه د اوکراین د جنګ د زیاتولو کوشش کوي
May 13, 2025 11:32ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال «الکساندر ګورشکو» بریتانیه، فرانسه او جرمني په دوه ګوڼوالي تورن کړل او ویې ویل دوې د اوکراین د جنګ ختمیدل نه غواړي او د اوکراین د جنګ د زیاتولو سیاست تعقیبوي.
-
د اوکراین ولسمشر په ترکیه کښې د روسیې له ولسمشر سره کتنې ته تیار دی
May 12, 2025 00:33ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي په یو لړ څرګندونو کښې په راتلونکي پنجشنبې ورځ له کي یف سره د نیغ په نیغه خبرو لپاره د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین وړاندیز ته په اشارې سره ټینګار وکړ زه په ترکیه کښې د روسیې له ولسمشر پوتین سره کتنې ته تیار یم.
-
له ایران څخه روسیې ته د توغندیو د استولو خبر د خندا وړ دی
May 11, 2025 00:33ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت نمایندګۍ روسیې ته د « فتح» توغندیو د استولو په هکله د رویټرز خبري اژانس ادعا ته په ځواب کښې دغه ادعا د خندا وړ وبلله.
-
د روسیې او د اوکراین ترمینځ له نن څخه اوربند پیل شو
May 08, 2025 06:21زمونږ خبریال راپور راکړی د روسیې او د اوکراین ترمینځ اوربند له نن څخه پیل شو او دغه اوربند به د مي د میاشتې د لسمې نیټې تر نیمې شپې پورې دوام ولري.