-
د ایران ولسمشر افغانستان ته سفر ته خپل چمتووالی اعلان کړ
Jul 27, 2025 01:45د ایران د ولسمشر د هیواد په بهرني سیاست کې د افغانستان لومړیتوب ته په اشارې سره اعلان وکړ چې هغه چمتو دی افغانستان ته سفر وکړي ترڅو د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو په تاریخ کې یوه نوې پاڼه پرانیزي.
-
د شیخ اشراق د درنښت ورځ
Jul 26, 2025 10:45د تهران راډیو قدرمنو مینه والو السلام علیکم! د اسد یعنې زمري د میاشتې اتمه نیټه د شیخ شهاب الدین سهروردي د درنښت ورځ ده. نو په هم دې اړه مو یوه ځانګړې لیکنه چمتو کړې چې هم دلته یې لوستې شئ
-
د ایران په زاهدان کې د عدلیې پر ودانۍ برید کې لږترلږه ''اته کسان شهیدان شوي او یو شمېر نور ټپیان دي''
Jul 26, 2025 11:00زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت ځايي چارواکي وايي، برید له ځايي وخت سره سم سهار اته نیمې بجې پیل شو.
-
د ایران او د دریو اروپايي هیوادونو ترمینځ د استانبول د غونډې نتیجې:-
Jul 26, 2025 10:22د بندیزونو ختمول او د یورانیمو د بډایه کولو په حق باندې ټینګار د استانبول په تیرې جمعې ورځې غونډې کښې د ایران اجنډا وې.
-
د ډيپلوماسۍ د میدان سرتیري د جنګ په اوږدو کښې د اتلواله وسله والو ځواکونو په څنګ کښې ودریدل
Jul 26, 2025 08:29عباس عراقچي وویل د دولس ورځني جنګ په سخت خو ویاړ رامینځته کونکي پړاو کښې د خارجه وزارت ټول مدیران په خپلو دفترونو کښې موجود وو او هماغه راز چې د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي وفرمائیل د ډيپلوماسۍ میدان د پوځي میدان په څنګ کښې سره یوځاې مخ ته لاړل او دغه دولس ورځنی جنګ د میدان او د ډيپلوماسۍ د غږملتیا ښکاره بیلګه ده او د وسله والو ځواکونو مټ په مټ چې واقعا په اتلواله توګه د نویو وسلو د لرونکو دوو پوځونو په مقابل کښې یې د ایران دفاع وکړه او د دې ترڅنګ زمونږ ډيپلو
-
په العدید اډې د ایران برید امریکا ته ارزښمن درسونه ورکړل
Jul 26, 2025 08:01ایرنا خبري اژانس راپور راکړی «نیوزویک» اونیزې په یوه مطلب کښې د ایران په اټومي مرکزونو باندې د واشنګټن د یرغل د غچ اخیستلو لپاره په قطر کښې د امریکا په العدید اډې باندې د تهران برید د امریکا په متحدانو باندې د چین او د شمالي کوریا د احتمالي حملې په بهیر کښې د امریکا لپاره ارزښمنې تجربې وبللې.
-
د تهران خطیب: اسرائیلي رژیم د ایران د پوځي ځواک په وړاندې سخته ماتې وخوړه
Jul 26, 2025 03:05پارس ټوډی - د تهران د جمعې خطیب وویل: اسرائیلي رژیم د ایران د پوځي ځواک په وړاندې سخته ماتې وخوړه او د دې رژیم ته د ۳۰ تر ۳۵ میلیارد ډالرو پورې زیان اوښتی دی.
-
د ایران او اروپايي تروئیکا ترمنځ د خبرو اترو د دوام لپاره هوکړه وشوه
Jul 26, 2025 03:03پارس ټوډی - د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریبآبادي د جمعې په ورځ په استانبول کې د درېیو اروپايي هېوادونو (انګلستان، فرانسې او جرمني) له استازو سره د خبرو تر پای ته رسیدو وروسته اعلان وکړ چې تهران او اروپا د رایزنیو د دوام لپاره هوکړه کړې ده.
-
د ایران او سعودي د بهرنیو چارو وزیرانو په ټیلیفوني خبرو کې د غزې د محاصرې په ماتولو ټینګار کړی
Jul 26, 2025 03:01پارس ټوډی - د ایران د بهرنیو چارو وزیر «سید عباس عراقچي» د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر «فیصل بن فرحان» سره په ټیلیفوني خبرو کې ټینګار وکړ چې د غزې د محاصرې د ماتولو لپاره باید له ټولو ظرفیتونو کار واخیستل شي.
-
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړې راپور ورکوونکې د اسرائیلي رژیم ملاتړو ته په خطاب کې: څنګه د شپې په ارامه خوب کوئ؟
Jul 26, 2025 02:58پارس ټوډی - د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړې راپور ورکوونکې فرانچسکا البانیز د غزې په تړانګه کې د لوږې له امله د ورځې لسګونو فلسطیني ماشومانو د مړینې په اړه، د اسرائیلي رژیم ملاتړو ته په خطاب کې وویل: تاسو څنګه د شپې په ارامه خوب کوئ؟