-
د ایران پرضد د اسرائیلو رژيم تیری د قانون په واکمنۍ مرګونی ګوزار و
Jul 07, 2025 01:20ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په برازیل هیواد کښې د بریکس ډلې د مشرانو په اولسمې غونډې کښې دې ته په اشارې سره چې د ایران خلک د اسرائیلو رژيم د پوځي تیریو د شهیدانو غم لمانځي وویل دغه تیري ډيپلوماسۍ، د قانون واکمنۍ او این پي ټي تړون ته مرګونی ګوزار ورکړ.
-
د ایران او د هندوستان د بهرنیو چارو وزیرانو کتنه وکړه
Jul 07, 2025 00:59ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او د هندوستان د باندنیو چارو وزیر «سوبرامانیام جی شنکر» په برازیل هیواد کښې د بریکس ډلې د غونډې په څنګ کښې د سیمې د مسائیلو په هکله سلامشوره وکړه.
-
د ډيپلوماسۍ له لارې د ایران د اټومي مسلې په حل ټینګار وشو
Jul 07, 2025 00:49ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د باندنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره په کتنه کښې یوځل بیا په ایران باندې د امریکا او د اسرائیلو حملې وغندلې
-
په کابل کې له حسیني عاشورا نمانځنه وشوه
Jul 06, 2025 14:04په کابل کې د محرم لسمه د حسیني عاشورا د نمانځنې مراسم نن (یکشنبه، د چنګاښ په ۱۵) د خلکو په پراخ حضور سره ترسره شول.
-
ولې د پيغمبر لمسي حضرت امام حسین د یزید بن معاویه پر وړاندې پاڅون وکړ؟
Jul 06, 2025 13:34پارس ټوډې - د امام حسین علیه السلام پاڅون په داسې وخت کې رامنځته شو، چې اسلامي ټولنه له اموي کورنۍ څخه د معاویه د زوی یزید تر واکمنۍ لاندې، د تباهۍ په درشل کې وه او د خلکو په منځ کې الهي احکام او فضیلتونه د هېرېدو په حال کې وو. امام حسین علیه السلام په لوړو اهدافو سره، د عاشورا غورځنګ پیل کړ او په خپل شهادت سره یې د اسلام دین ژوندی وساته.
-
لوړ پوړی ایراني ډیپلومات: نتانیاهو د زمانې یزید دی
Jul 06, 2025 12:18پارس ټوډې - په روسیه کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر د کربلا پیښې او د امام حسین (ع) مظلومانه شهادت ته په اشارې سره وویل: نن ورځ، له هغې پیښې څخه د پیړیو په تیریدو سره، د صهیونیسټي د رژیم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په څېر موږ د یزید او نورو یزیدیانو د ظهور او عروج شاهدان یو.
-
د عاشورا شپې د ماتم په مراسمو کې د اسلامي انقلاب د رهبر ګډون ته د ایران بهرنیو چارو وزیر غبرګون
Jul 06, 2025 12:08پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د امام خمیني (ره) په حسینیه کې د عاشورا د شپې د ماتم په مراسمو کې د انقلاب د رهبر د ګډون په اړه د یوه پیغام په خپرولو سره غبرګون وښود.
-
مجاهد: له ټولو هېوادونو سره دوستانه اړیکې غواړو
Jul 06, 2025 11:34د سرپرست حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، چې سرپرست حکومت د خپلې واکمنۍ له پیله په دې هڅه کې وو، چې د نړیوالې رسمیت پېژندنې پر وړاندې حقوقي او سیاسي خنډونه لهمنځه یوسي، او د روسیې له خوا د رسمیت پېژندلو اقدام د افغانستان د بهرني سیاست د پرلهپسې خبرو اترو او ډیپلوماټیکو هڅو پایله ده، چې اوس یوه نوي پړاو ته داخل شوی دی.
-
د اسلامي انقلاب د رهبر په حضور سره د حسیني عاشورا د شپې د ماتم مراسم + انځورونه
Jul 06, 2025 10:22پارس ټوډې - د حسیني علیه السلام د عاشورا د شپې د ماتم مراسم د یکشنبې په ماښام د اسلامي انقلاب د رهبر حضرت آیت الله خامنه يي په حضور سره د امام خمیني (ره) په حسینیه کې ترسره شول.
-
د حسیني عاشورا په مناسبت زموږ تسلیت او تعزیت ومنئ
Jul 06, 2025 07:53نن یکشنبه د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې لسمه نېټه ده، چې د حسیني عاشورا او د حضرت امام حسین (ع) د شهادت له کلیزې سره سمون خوري.