په کابل کې له حسیني عاشورا نمانځنه وشوه
(last modified Sun, 06 Jul 2025 13:04:29 GMT )
Jul 06, 2025 17:34 Asia/Kabul
  • په کابل کې له حسیني عاشورا نمانځنه وشوه

په کابل کې د محرم‌ لسمه د حسیني عاشورا د نمانځنې مراسم نن (یکشنبه، د چنګاښ په ۱۵) د خلکو  په پراخ حضور سره ترسره شول.

د دغو مراسمو ګډونوالو د عاشورا ورځې پر ارزښت ټینګار وکړ او وې ویل،  امام حسین (ع) د ظلم او زیاتي پر وړاندې ودرېده او باید لاره یې د مسلمانانو په ځانګړې توګه د ځوانانو الګو وي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو معین مدار علي کریمي بامیاني په دې اړه وویل: ولې له حسین څخه تجلیل ونه‌کړو، اسلامي ملت باید په یووالي سره دغه ورځ ونمانځي، حسین په مذهب پورې تړلی نه‌دی، هغه په اسلام پورې تړلی دی، د هر کس دنده ده چې دغه ورځ ونمانځي.

ورته وخت کې د تېر حکومت پر مهال د مصالحې عالي شورا مرستیال اسدالله سعادتي هم له ځوانانو وغوښتل چې په دغه ورځ د دې پر ځای چې له عاشورا ناسم تصویر وړاندې کړي، اړمنو ته دې وینه ورکړي.

له دې سره، د حج او اوقافو وزارت د جوماتونو او تکیه‌خانو رییس آصف مصباح دغې پروګرام ته وویل، د محرم مراسم پرته له کوم محدودیت هېواد کې ترسره شول.

کابل کې شاوخوا ۵۰۰ جوماتونه او تکیه‌خانو کې د عاشورا مراسم ترسره شول او ولایتونو کې هم تر ۱۰ زره ډېر جوماتونه دي چې پکې د محرم لسمې ورځ نمانځل کېږي.

د یادونې ده چې د عاشورا نمانځلو مراسم هرکال تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې کابل او د هېواد ولایتونو کې ترسره کېږي.