د ایران او د هندوستان د بهرنیو چارو وزیرانو کتنه وکړه
Jul 07, 2025 04:29 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او د هندوستان د باندنیو چارو وزیر «سوبرامانیام جی شنکر» په برازیل هیواد کښې د بریکس ډلې د غونډې په څنګ کښې د سیمې د مسائیلو په هکله سلامشوره وکړه.
د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي چې د بریکس ډلې د مشرانو په اولسمې غونډې کښې د ګډون لپاره برازیل ته تللی دی پرون مازیګر د دغه غونډې په څنګ کښې د هندوستان د بهرنیو چارو له وزیر سوبرامانیام جی شنکر سره کتنه وکړه او د دواړو لورو د دلچسپۍ وړ موضوعګانو په هکله یې سره ورسره خبرې وکړې.
په دغه کتنه کښې د ایران او د هندوستان د اړیکو او ایران پرضد د امریکا او د صهیونیسټ رژیم له پوځي تیریو وروسته د لویدیځې اسیا سیمې د وروستیو بدلونونو په هکله بحث او د نظر تبادله وشوه.
ټیګونه