-
د امريکايانو خبرې په مذاکراتو کې دننه له بهر سره توپير لري
May 24, 2025 04:07پارس ټوډې - د ایران داسلامي جمهوريت د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وویل: د ایران د اټومي مسایلو په تړاو د امریکا درېځونه متناقض دي.
-
د ایران په ګډون له خپلو نږدې ملګرو سره په دوامداره اړیکه کې یو
May 24, 2025 03:56پارس ټوډې - د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: موږ د سویلي آسیا د وروستيو پېښو په اړه د ایران په ګډون په سیمې کې له خپلو ټولو نږدې ملګرو او شریکانو سره په منظمه توګه په اړیکه کې یوو.
-
تفسیر - ولې ټرمپ د غزې د نسل وژنې په اړه چوپ دی، خو په افریقایي جنوبي کې د نسل وژنې ادعا کوي؟
May 23, 2025 11:13پارس ټودی – د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د جنوبي افریقاولسمشر سیریل رامافوسا سره په یوه تاوتریخوالي ډکه لیدنه کې، په یوه عجیبه اقدام کې، د هغه دعوې د ثابتولو لپاره چې په جنوبي افریقا کې د سپین پوستو نسل وژنه روانه ده، د دغه هېواد د یوه مشر ویډیو ورته وښوده، چې په هغې کې د سپین پوستو بزګرانو د وژلو غوښتنه شوې وه.
-
ملګرو ملتونو له لوري د امریکايي بندیزونو سره سره د ایران د کډوالو د خدمتونو ستاینه وکړه
May 23, 2025 10:53پارس ټودی - د ملګرو ملتونو د کډوالو لپاره عالي کمیسار کډوالو لپاره د روغتیا، کار موندنې اوتعلیم برخه کې د ایران اسلامي جمهوریت د خدمتونو ستاینه وکړه.
-
د اسرائیلي سفیرانو احضار؛ فنلنډ: د اسرائیلي پوځیانو له لوري پر ډیپلوماتانو ډزې شرموونکې دي
May 23, 2025 10:50پارس ټودی - د فنلنډ د بهرنیو چارو وزارت د اسرائیلي رژیم سفیر په هلسینکی کې د اسرائیلي پوځیانو له لوري پر بهرنیو دیپلوماتانو د ډزو په اړه د توضیحاتو وړاندې کولو لپاره احضار کړ.
-
عراقچي رم ته ولاړ/ بقایي: د امریکا نوي بندیزونه د دې هیواد د دیپلوماسۍ په جدیت کې شک راولي
May 23, 2025 10:44پارس ټوډی - د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د ایران او امریکا ترمنځ د عمان په منځګړیتوب د غیر مستقیمو خبرو اترو په پنځم پړاو کې د ګډون لپاره د ایټالیا پلازمېنې رم ته ولاړ.
-
ټرمپ په تېروتنه د کانګو انځور د افریقایي سپین پوستو د وژنې د ثبوت په توګه ښودلی
May 23, 2025 09:29د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جنوبي افریقا ولسمشر سیریل رامافوسا سره په سپینې ماڼۍ کې د تاوتریخوالي ډکې لیدنې پر مهال، د یوې بلې پېښې انځور په دغه هېواد کې د سپین پوستو د وژنې د ثبوت په توګه ښودلی.
-
د صهیونيسټي رژیم هر ناوړه حرکت به له ویجاړوونکي جواب سره مخ شي
May 23, 2025 03:41پارس ټوډې - د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو ویاند وویل: که صهیونيسټي رژیم کوم ناسم حرکت او تعرض وکړي، په خپلې کوچنۍ او زیانمنې جغرافیه کې به په قاطع ډول ویجاړوونکی او قاطع جواب ترلاسه کړي.
-
عراقچي د اټومي تاسیساتو او موادو د ساتنې لپاره د ځانګړو اقداماتو پر اخیستو ټینګار وکړ
May 23, 2025 03:05پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د اټومي تاسیساتو او موادو د ساتنې لپاره د ځانګړو اقداماتو پر اخیستو ټینګار وکړ.
-
پاکستان باید له ثبوت پرته د پېښو مسئولیت پر افغانستان وانهچوي
May 23, 2025 02:57د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله اېکس پاڼه په یوه لیکلي بیان کې د پاکستان په بلوچستان کې د پوځي اکاډمۍ پر یوه بس د برید په غندلو سره ویلي، چې پاکستاني چارواکي باید له کوم دلیل او ثبوت پرته په دغه هېواد کې د ورته پېښو مسئولیت پر افغانستان وانه چوي.