-
د عربستان د ۲۰۲۵ میلادي کال د اسیا د فیزیک په اولمپیاد کښې د ایران د سمپادي زده کونکو لپاره اوه میډالونه
May 14, 2025 09:58پارس ټوډی – د ایران د اسلامي جمهوریت د فیزیک د زده کونکو اولمپیاد ټیم د دوه زره پینځویشتم میلادي کال د فیزیک د اسیايي اولمپیاد(APHO2025) په پینځویشتم پړاو کښې د سپینو زرو د یوه میډال او د برونزو یعني د ژیړو د شپږو میډالونو په ترلاسه کولو بریالی شو.
-
د ایران د ۳۱مې دورې اټومي کنفرانس ترسره کېدل څه اهمیت لري؟
May 14, 2025 09:43پارس ټوډې - د ایران د ۳۱مې دورې اټومي کنفرانس، د علمي نخبګانو، خصوصي سکټور او د ایران د ځوانو ساینسپوهانو په ګډون، د مشهد په مقدس ښار کې پیل شو.
-
د ایران د پوه بنسټه شرکتونو لخوا د اورګاډي د صنعت د دوه سوه نولسو پرزو په هیواد کښې جوړول
May 14, 2025 09:01پارس ټوډی – د تهران د میټرو شرکت د اورګاډي د صنعت د دوه سوه نولسو پرزو د جوړولو او په دې صنعت کښې ځان بسنې ته د رسیدا په لړ کښې د پوهنتون له مرکزونو او پوه بنسټه شرکتونو سره د پراخې ملګرتیا خبر ورکړ.
-
د ایران د اټومي پروګرام بندول په اصل کې له امریکا سره په خبرو اترو کې مطرح نه دي
May 14, 2025 06:59پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند پر دې باندې په ټینګار سره چې د ایران د اټومي پروګرام بندول په اصل کې له امریکا سره په خبرو اترو کې مطرح نه دي، وویل: زموږ اټومي پروګرام به خامخا په جدي توګه دوام وکړي.
-
امریکا له خپل جوړ کړې کړکېچ څخه د وتلو هیڅ لار نه لري
May 14, 2025 02:42سردار سلامي وویل: خداوند متعال په قرآن کریم کې د کافرانو په نسبت د مومنانو د عزت په اړه اشاره کړې، دا موضوع د انساني هویت ښودنه کوي چې باید د دښمنانو د دباؤنو او ګواښونو پر وړاندې وساتل شي؛ نن سبا د مقابلې میدان د خدای ځمکه ده او دغه برخلیک د انسانانو په لاس کې دی، هغه کسان چې اوس په دې میدان کې ولاړ دي، هماغه د رسول الله اصحاب دي چې د ایمان او پیاوړي عزم سره د دښمنانو پر وړاندې دریدلی دي.
-
افغانستان هیله مند دی چې د واهګې سیکټر له لارې ئې تجارت بیرته پیل شي
May 14, 2025 02:39د افغانستان دسرپرست حکومت د سوداګرۍ او پانګونې خونې په یوې اعلامیې کې وئيلي دي،چې د پاکستان او هند پر پوله واهګې سیکټر سټراټیژیکه لاره به ډېره زر بیا پرانستل شي.
-
د بن ګوریون هوايي ډګر مو بیا پر هایپرسونیک توغندي سره په نښه کړ
May 14, 2025 01:59د یمن وسله والو ځواکونو د توغندوی او ډرونز یونټ د نیواکي ټاټوبو پر بن ګوریّن هوايي ډګر په هائيپرسونیک بالسټیک توغندي سره برید تایید کړ.
-
ترکیه د پاکستان له ورور ملت سره مټ په مټ ولاړه ده
May 14, 2025 01:44د ترکیې د حکومتي کابینې غونډې ته په وینا کې، ددغه هیواد ولسمشر رجب اردوغان وویل چې د پاکستان او هند ترمینځ د اوربند پر سر مونږ خوشحاله یو، مونږ په کشمیر کې دوحشي ډوله ترهګریزو بریدونو او پر پاکستان د توغندیو بریدونو په اړه خپل روښانه دریځ څرګند کړی دی .
-
د اسرائیلو له خوا د غزې تړانګې کلابندۍ، بوږنونکي تاوانونه اړولي دي
May 14, 2025 01:37د ملګرو ملتو وییندوي سټیفن دوجاریک پرون ناوخته خبریالانو ته وویل: د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) خبرداری ورکړی چې له ۷۰ ورځو زیات وخت راهیسې غزې ته هیڅ مرسته یا سوداګریز توکي نه دي داخل شوي. د غزې تړانګې بشپړه او دوامداره کلابندي خلکو ته بوږنونکي تاوانونه رسوي.
-
زیلنسکي: یوازې له پوتین سره مخامخ کتنه سوله ټینګولی شي
May 14, 2025 01:34د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي په دې ادعا سره چې پوتین له ده سره له لیدنې وېرېږي ، ووئیل؛ که دا مذاکرات ترسره نشي، د متحده ایالاتو او اروپايي ټولنې له خوا پر روسیې د «سختو بندیزونو» تمه لري.