ترکیه د پاکستان له ورور ملت سره مټ په مټ ولاړه ده
(last modified Wed, 14 May 2025 00:44:35 GMT )
May 14, 2025 05:14 Asia/Kabul
  •     ترکیه د پاکستان له ورور ملت سره مټ په مټ ولاړه ده

د ترکیې د حکومتي کابینې غونډې ته په وینا کې، ددغه هیواد ولسمشر رجب اردوغان وویل چې د پاکستان او هند ترمینځ د اوربند پر سر مونږ خوشحاله یو، مونږ په کشمیر کې دوحشي ډوله ترهګریزو بریدونو او پر پاکستان د توغندیو بریدونو په اړه خپل روښانه دریځ څرګند کړی دی .

زمونږ خبریال د دنیا نیوز له قوله راپور راکړ،  د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  په یولړ څرګندونو کې د پاکستان له  ورور ملت سره خپل ملاتړ په واضح ډول اعلان کړ.

 په راپور کې وئيل شوي دي، د ترکیې د حکومتي کابینې غونډې ته په وینا کې،  ددغه هیواد ولسمشر رجب اردوغان وویل چې د پاکستان او هند ترمینځ د اوربند پر سر مونږ خوشحاله یو، مونږ په کشمیر کې دوحشي ډوله  ترهګریزو بریدونو او پر پاکستان د توغندیو بریدونو په اړه خپل روښانه دریځ څرګند کړی دی .

هغه وویل؛ترکیې د دواړو هېوادونو ترمینځ د خطرناکې کچې ته  د رسېدلي تاوتریخوالي د کمولو لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې وکړې، ما خپل ورور لومړي وزیر شهباز شریف ته ټلیفون وکړ او له هغه سره مې مهمې خبرې کړي دي .

د ترکیې ولسمشر وویل؛ زه یو ځل بیا خپلو پاکستانیو وروڼو ته د دوي د  صبر او هوښیار دریځ  په دلیل مبارکي ورکوم، مشوره دا ده چې دواړه هېوادونه باید په  لمسؤنو  کې ښکېل نشي.

اردوغان زیاته کړه: د اوربند له امله رامینځته شوی ارام چاپېریال به د ټولو ستونزو، په تیره بیا  د اوبو د ستونزې د حل لپاره اسانتیاوې برابرې کړي، ترکیه   به ان شاء الله له  خپل ورور پاکستانی ملت سره په ښو او بدو ورځو کې ودرېږي.