-
د حقوقي او قضايي بنسټونو له لارې د شهید سلیماني د ترور موضوع د تعقیب په حال کې ده
Nov 16, 2024 02:12په ملګرو ملتو کې د ایران د اسلامي جمهوریت استازي اعلان وکړ: د شهید سلیمانی د ترور موضوع د حقوقي او قضایي بنسټونو له لارې د تعقیب په حال کې ده.
-
له ایران سره د پاکستان پر ګډو امنیتي همکاریو ټینګار وشو
Nov 15, 2024 12:44د پاکستان د بهرنیو وزارت ویاندې د ایران له اسلامي جمهوریت سره د امنیتي او له ترهګرۍ سره د مبارزې د ملګرتیاوو د دوام په اړه د دغه هېواد پر ژمنې باندې په ټینګار سره ویلي چې په ګډو پولو کې به، ترهګرو او د سولې د دښمنانو لپاره هېڅ ځای نه وي.
-
د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره زموږ اړیکې دوام لري
Nov 15, 2024 11:40د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې مشر وویل: د ایران د اسلامي جمهوریت او د اټومي انرژۍ د نړیوال آژانس ترمنځ اړیکې او تعامل له کوم خنډ پرته دوام لري.
-
ایران د فلسطین د خلکو ملاتړی دی
Nov 15, 2024 11:00د ایران د اسلامي انقلاب د رهبر ستر سلاکار وویل، ایران د فلسطین د ولس له مقاومت څخه ملاتړ کوي.
-
د ایران حکومت پرېکړه کړې، چې ټول قانوني او نا قانونه کډوال تنظیم کړي
Nov 15, 2024 10:10د ایران د عدلیې وزارت مرستیال او د افغان بندیانو د انتقال د کمېټې مشر عسکر جلالیان ویلي چې د ایران د اسلامي جمهوریت حکومت پرېکړه کړې، چې ټول قانوني او غیر قانوني کډوال تنظیم کړي.
-
له استکبار سره مبارزه، د حق او باطل ترمنځ دایمي جګړه
Nov 15, 2024 08:59استکباري نړۍ د تاریخ په اوږدو کې، خپل لاسونه د میلیونونو بې ګناه انسانانو په وینو رنګ کړي دي. امریکايي پانګوال پر صهیونیسټانو وسلې خرڅوي، څو د غزې او لبنان د مظلومو خلکو د وژلو لپاره یې وکاروي. سره له دې چې د دغو وحشیانه اعمالو پر وړاندې د اعتراضونو چیغې په ټولې نړۍ کې اورېدل کېږي، په غزه او لبنان کې د وحشي صهیونیسټانو بې سارې نسل وژنه اوس هم دوام لري او دوی تر بل هر وخت زیات مغروره کېږي.
-
د ایران د عدلیې وزارت پلاوي د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدلي
Nov 15, 2024 02:23د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ایران د اسلامي جمهوریت د عدلیې له مرستیال وزیر ډاکټر عسکر جلالیان سره د دوه اړخیزو اړیکو، په ایران کې د افغان کډوالو او بندیانو پر ستونزو، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو او سیمه ییزو سیاسي مسایلو په اړه خبري اترې کړي.
-
د ایران او ارمنستان د بهرنیو چارو د وزیرانو ترمنځ ټیلیفوني خبرې اترې وشوې
Nov 15, 2024 01:40سحاب – د ایران او ارمنستان د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه اړخیزو اړیکو په اړه د ټلیفوني اړیکې په ترڅ کې د نظر تبادله وکړه.
-
ایران او روسیه په سیمه او نړۍ کې د انرژۍ او اقتصاد دوه مهم لوبغاړي دي
Nov 15, 2024 01:24سحاب – د ایران د سوداګرۍ د پراختیا د نړیوال سازمان مرستیال وایي، د ایران اسلامي جمهوریت او روسیه په سیمه او نړۍ کې د اقتصادي او انرژۍ دوه مهم لوبغاړي دي.
-
د ایران په جنوب ختیځ کې څلور ترهګر ووژل شول
Nov 15, 2024 01:22سحاب – د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس قرارګاه عامه اړیکو دفتر د ایران په جنوب ختیځ سیستان او بلوچستان ولایت کې د امنیتي شهیدانو د ملاتړ په عملیاتو کې د څلورو ترهګرو د وژل کیدو او د شپږو کسانو د نیول کېدو خبر ورکړ.