له استکبار سره مبارزه، د حق او باطل ترمنځ دایمي جګړه
استکباري نړۍ د تاریخ په اوږدو کې، خپل لاسونه د میلیونونو بې ګناه انسانانو په وینو رنګ کړي دي. امریکايي پانګوال پر صهیونیسټانو وسلې خرڅوي، څو د غزې او لبنان د مظلومو خلکو د وژلو لپاره یې وکاروي. سره له دې چې د دغو وحشیانه اعمالو پر وړاندې د اعتراضونو چیغې په ټولې نړۍ کې اورېدل کېږي، په غزه او لبنان کې د وحشي صهیونیسټانو بې سارې نسل وژنه اوس هم دوام لري او دوی تر بل هر وخت زیات مغروره کېږي.
لوېدیځ مستکبره دولتونه هم له صهیونیسټي رژیم سره په مرستو او د ملکیانو په وژنه کې، هېڅ اخلاقي او حقوقي حد نه پېژني. په داسې شرایطو کې پر هر مسلمان واجب دې، په هرډول چې کولای شي د غزې او لبنان له مظلومو مسلمانانو سره مرسته وکړي. له شک پرته، هرڅوک چې د آزادۍ او انسانیت ځانګړنه ولري، باید د نړۍ په هرځای کې د مظلوم غږ ته لبیک ووايي او ترخپلې وسې او امکاناتو پورې، له هغه سره مرسته وکړي.
استکبار د "ځان لوی ښودلو او سرغړونې" په معنی دی. شیطان دا ګمان درلود، ځکه چې له اوره پیدا شوی، نو له انسان څخه غوره دی، له همدې امله یې د خدای له حکم څخه سرغړونه وکړه او آدم ته یې په سجده کولو کې، د خدای حکم ترپښو لاندې کړ! په تاریخ کې هم په دې تړاو ډېرې بېلګې شته؛ لکه څنګه چې په نړیوالو جګړو کې، داسې کسان وو چې ځانونه یې د توکم له اړخه غوره ګڼل او باوري وو چې دوی باید پر نورو نسلونو واکمن شي.
دا استکبار او ځان لوی ښودنه، په شیطاني هویت کې رېښې لري، چې په انسانانو کې څرګندېږي. که یوه ټولنه خپل ځان له نورو غوره وګڼي، نو پر نورو باندې د تسلط او پر هغوی باندې د زور اچولو په لټه کې ده. په نننۍ نړۍ کې، امریکا د یوه مستکبر مثال دی، چې ځان تر هر چا غوره ګڼي او امام خمیني (ره) څومره په حقه ویلي چې، امریکا «ستر شیطان» دی.
خدای پاک د قرآنکریم د سورت حج په ۳۹ آیت کې فرمایي: «أُذِنَ لِلَّذِینَ یُقاتَلُونَ بِأَنَّهُم ظُلِمُواْ وَإِنَّ ٱللَّهَ عَلَى نَصرِهِم لَقَدِیرٌ:
هغه کسان چې جګړه پر دوی تپل شوې، هغوی ته د جهاد اجازه ورکړل شوې ده، ځکه چې پر دوی ظلم شوی او خدای د دوی د مرستې توان لري. مستکبران په سرکشۍ، زورویلو او ظلم سره، نه یوازې د انسانانو اصلي حق ضایع کوي، بلکې سوله او امنیت له دوی څخه اخلي.
له همدې امله، خدای تعالی ټولو مسلمانانو ته سپارښتنه کوي چې نه یوازې د دښمن د تیریو پر وړاندې له ځانه دفاع وکړي، بلکې د بقرې سورت په ۱۹۳ آیت کې په ښکاره توګه امر کوي چې له دښمنانو سره وجنګېږي، په دې موخه چې ځمکه د هغوی له وجود څخه پاکه کړي: «وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لَا تَکُونَ فِتْنَةٌ وَیَکُونَ الدِّینُ لِلَّهِ ...»، یعنې « له دوی سره جګړه وکړئ څو فتنې ختمې شي او د هر چا دین د الله لپاره وي.
خدای تعالی د نساء سورت په ۷۵ آيت کې، د مظلومانو په ملاتړ او د ظالمانو پر وړاندې د مبارزې لپاره، مسلمانان جهاد ته رابلي او فرمايي: «وَمَا لَکُمْ لَا تُقَاتِلُونَ فِی سَبِیلِ اللَّهِ وَالْمُسْتَضْعَفِینَ مِنَ الرِّجَالِ وَالنِّسَاءِ وَالْوِلْدَانِ الَّذِینَ یَقُولُونَ رَبَّنَا أَخْرِجْنَا مِنْ هَذِهِ الْقَرْیَةِ الظَّالِمِ أَهْلُهَا ... »
یعنې «په تاسو څه شوي چې د خداى په لار كې او د مظلومو سړو، ښځو او ماشومانو د خلاصون لپاره نه جنګېږئ [چې ظالمانو پرې لاره بنده كړې ده]؟ هغوی هغه مظلومان چې تل وايي: اې خدایه! موږ له دې ښاره چې خلک یې ظالمان دې، وباسه.» په دې آيت کې لومړی يې مسلمانانو ته د جهاد امر کړی او سمدستي د هغو مستضعفانو او مظلومانو په اړه یې خبرې کړي دي، چې د سخت زړه دښمن له خوا، د خپلو کورونو او کليو پرېښودو ته اړ شوي دي.
د اسلامي فکر له مخې، د استعماري او استکباري قدرتونو پر وړاندې د درېدلو په معنی دی، چې د ملتونو خپلواکۍ ته زيان رسوي او د زور او تسلط په لټه کې دي. د مستکبرانو پر وړاندې مبارزه او د مظلوم دفاع، یوه دیني او اخلاقي دنده ده چې پر بنسټ یې، هر مسلمان باید د ظلم او ستم پر وړاندې ودرېږي او د خپلو حقونو او د مظلوم له حقونو دفاع وکړي.
د اسلامي انقلاب رهبر، امام خامنه يي د لړم په ۱۳مه چې د زده کوونکي په ورځې مشهوره ده، د زده کوونکو په منځ کې د استکبار ارزښت او له هغې سره د مبارزې اړتیا ته اشاره وکړه او دوی ته یې په خطاب کې وفرمایل:
له استکبار سره مبارزه یو دایمي کار دی. تاسو باید له استکبار سره مبارزه، د ظلم او تیري له نښو سره مبارزه، له نړیوال ظالمانه نظم سره مبارزه، د خپل ژوند په متن کې راولئ. له دې سربېره، هغوی له استکبار سره د ټولنو مبارزه، د نړیوال، انساني او سم عقلي منطق له مخې، عقلي مبارزه وګڼله.
اسلام هم د سولې دین دی او هم د جګړې دین دی؛ ځکه که اسلام یوازې د سولې دین وي، نو مسلمانان حتی نه شي کولای د یرغل په مقابل کې له ځانه دفاع وکړي، او که یوازې د جګړې دین وي، نو بیا څنګه مسلمانان هغه رښتیني رحمت او مهربانۍ ته راوبلي، چې په اسلام کې شته؟ د خدای ګران رسول (ص) له ټولو سره په سولې او پخلاینې کې وو، خو همدغه د رحمت پيغمبر (ص) کله کله به له مشرکانو، يهوديانو او انصارو سره جنګېده.
دغه طریقه د امام علي (ع) د خلافت په دوران کې هم لیدل کېږي، لکه څنګه چې هغه یوځای د اسلام خیر په جنګ کې ویني، چې وجنګېږي (لکه د جمل، صفین او نهروان جنګونه) او په بل ځای کې د اسلام بقا په سولې او پخلاینې کې ویني، داسې چې تاریخي اسناد دا حقایق بیانوي.
د اسلام سپېڅلی دين د لومړني جهاد سپارښتنه نه کوي، بلکې دفاعي جهاد پر ټولو مسلمانانو، نارينه او ښځينه دواړو باندې واجب ګڼي او له هغوی څخه غواړي چې پر خپل ځان، مال او کورنۍ باندې د دښمن د بريد په صورت کې، له ځانه دفاع وکړي. په دې اړه له رسول اکرم(ص) څخه یو حدیث روایت شوی، چې فرمایي: تاسو جګړه مه پیلوئ، مګر کله چې دښمن جګړه پیل کړه، تاسو هغه ته ځواب ورکړئ او که له جګړې څخه یې لاس واخیست، تاسو هم جنګ بند کړئ.
په دې وضاحت سره، په غزې او لبنان کې د مقاومتي ځواکونو دفاع، له دفاعي جهاد سره سمون خوري او که د ایران قدرمن ملت د فلسطین، سوریې، عراق، یمن او نورو مظلومو کسانو د ملاتړ شعارونه ورکوي، نو د حیرانتیا خبره نده، ځکه؛ د قرآن د آیتونو او د اهل بیت علیهم السلام د آحادیثو له مخې او د اسلامي علماوو او فقهاوو د اجماع او د استدلال او منطق پر اساس یې عمل کړی دی.
له استکبار سره مبارزه او د ظلم پر وړاندې درېدل، په ټولنه کې د ټولنیز عدالت د ټینګښت په موخه ترسره کېږي، څو په همدې رڼا کې، له ظالمانو څخه د مظلوم حقونه بېرته واخیستل شي. ظلم او ستم نه یوازې مظلوم انسان، بلکې ټوله ټولنه زیانمنوي او ټولنیز او اخلاقي بنسټونه کمزوري کوي.
که د ظالمانو د ظلم مخه ونه نیول شي، دوی به د واکمنۍ او واک د کارولو جرأت نور هم ترلاسه کړي او نور مخالفت به ناشونی وي، ځکه د یوې سرطاني دانې په څېر به، خپل ویجاړوونکي حجرې د ټولنې نورو برخو ته انتقال کړي. په دې توګه، له استکبار سره مبارزه او د ظلم غندنه، اسلامي اصولو ته د یوه ژمن مؤمن ملت له ځانګړنو څخه ده.
امام علي (ع) خپلو اولادونو ته په یوه حدیث کې فرمایي: څوک چې د یوه مظلوم د مظلومیت فریاد واوري او له هغه سره د مرستې توان ولري او مرسته یې ونکړي، هغه مسلمان نه دی.
په دې اوصافو سره، هر مسلمان دنده لري چې د مظلوم دفاع وکړي او دا فرق نه کوي چې هغه مظلوم، مسلمان وي که غیر مسلمان! اسلام د حق مکتب دی او له خپلو پیروانو څخه د حق غوښتنې تمه لري.
د ظلم پر وړاندې استقامت او درېدل کولای شي د نړۍ د ژغورونکي حضرت مهدي (عج) ظهور ته زمینه برابره کړي. د ظلم پر وړاندې استقامت، د خلکو په زړونو کې امید ژوندی ساتي او خلک د ښو شرایطو لپاره هڅوي. همدا لامل دی چې قرآن کریم په ډېرو آیتونو کې، رسول اکرم او مؤمنانو ته د صبر او استقامت امر کړی دی او صبر او استقامت کوونکو ته یې له الهي نعمتونو او ناڅرګندو مرستو او بریاوو څخه د برخمنېدو ژمنه کړې ده.
خدای تعالی د فصلت سورت په 30 آيت کې هغو کسانو ته چې د ظلم او استکبار پر ضد ودرېږي د جنت زيری ورکوي او فرمايي: «إِنَّ الَّذِینَ قَالُوا رَبُّنَا اللَّهُ ثُمَّ اسْتَقَامُوا تَتَنَزَّلُ عَلَیْهِمُ الْمَلَائِکَةُ أَلَّا تَخَافُوا وَلَا تَحْزَنُوا وَأَبْشِرُوا بِالْجَنَّةِ الَّتِی کُنْتُمْ تُوعَدُونَ»یعنې « کومو کسانو چې ویل: بېشکه زموږ رب یوازینی خدای دی او پر دې ایمان ټینګ پاتې شول، د رحمت پرښتې پر دوی نازلې شي او دا زیری ورکړي چې نور هېڅ وېره، خپګان او غم ونه لرئ، او تاسو ته د هغه جنت چې (پیغمبرانو) یې ژمنه کړې، زېری وي.
هو، د حضرت مهدي (عج) په ظهور سره به، ظالمان او ستمگران د خپلو اعمالو په سزا ورسېږي، ظلم او ستم به په عدالت بدل شي، د پیغمبرانو او اولیاوو هلې ځلې به میوه ورکړي او خلک به د عدالت خوږ خوند وڅښي.
ژباړه: زماني