-
د آژانس په حکامو شورا کې د ایران پر ضد هر ډول اقدام په اړه درې اروپايي هېوادونو ته د عراقچي خبرداری
Jun 07, 2025 11:15پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر، د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د شورا په غونډه کې د اروپا درې هېوادونو د وروستیو تحرکاتو په غبرګون کې، فرانسې، جرمني او بریتانیا ته یو روښانه خبرداری ورکړ.
-
د ناتو تر ټولو لوي وسلهوال پروګرام / امریکايي کارپوه: ناتو د نوې سړې جګړې په لټه کې دی
Jun 07, 2025 11:00د پارستودي په وینا، د شمالي اتلانتیک تړون (ناتو) په تېرو لسیزو کې خپل تر ټولو لوي وسلهوال پروګرام تصویب کړ. متحده ایالاتو د ناټو غړو هېوادونو ته ویلي، چې دوي د دفاع لپاره په واشنګټن تکیه نشي کولی او له دوي ئې غوښتي، چې موافقه وکړي د خپل کورني اومو تولیداتو ۵ فیصده د دفاعي لګښتونو لپاره ځانګړې کړي.
-
عراقچي: د رهبرۍ فتوا زموږ لپاره سره کرښه ده؛ اټومي وسله حرامه او د نه منلو وړ ده
Jun 07, 2025 09:40پارس ټوډې - د ایران د بهرنیو چارو وزیر، د اټومي وسلو د مطلق بندېد په اړه د اسلامي جمهوریت پر اصولي درېځ باندې په کلک ټینګار سره وویل: د اسلامي انقلاب د رهبر فتوا، چې اټومي وسله یې حرامه بللې، د ایران لپاره یو نه ماتېدونکی اصل دی.
-
د القسام خبرداری: جګړه ودروئ، که نه نو لا زیات تابوتونه به ترلاسه کړئ
Jun 07, 2025 09:25پارس ټوډې - د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) پوځي څانګې، القسام کنډکونو ویاند د صهیونیسټي رژیم پر وړاندې په سخت خبرداري سره ټینګار یې وکړ: تاسو یوازې دوې لارې لرئ؛ یا جګړه ودروئ یا د لا زیاتو پوځیانو د تابوتونو ترلاسه کولو لپاره چمتو اوسئ.
-
ولې د ایران لپاره د یورانیمو غني کول، یوه سره کرښه ده؟
Jun 07, 2025 08:35پارس ټوډی – د ایران وړتیا پخپله خاوره د یورانیمو غني کولو په ټکنالوجۍ او د اټمي سون توکو د تولید د سایکل ساتنه، په داسې حال کې چې د سوله ییزو موخو لپاره او د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې تر څارنې لاندې ترسره کیږي، په طبیعي توګه یو ډول "ستراتیژیک دفاع" هم رامنځته کوي.
-
په غزه کې د نسل وژنې د بندولو لپاره د پریکړه لیک ویټو کول، د امریکایي پریکړه کوونکو د اخلاقي زوال نښه ده
Jun 06, 2025 03:43پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند د پنجشنبې په ورځ په غزه کې د نسل وژنې د بندولو لپاره د ملګرو ملتونو د پریکړه لیک د صادرولو د مخنیوي لپاره د امریکا اقدام په کلکه وغانده او ویې ویل: دا اقدام د امریکایي پریکړه کوونکو د اخلاقي زوال نښه او په نیواکي فلسطین کې په قتل عام او ماشوم وژنې کې د دوی د ښکېلتیا او ګډون ثبوت دی.
-
د غزې څخه د ملاتړ په موخه د آیرلنډ د ترینیټي پوهنتون له صهیونیستي رژیم سره اړیکې پرې کړې
Jun 05, 2025 12:43پارس ټوډی ـ د آیرلنډ د معتبر «ترینیټي» پوهنتون مدیریتي شورا د صهیونیستي رژیم لخوا د نړیوالو او بشري قوانینو د دوامداره سرغړونې په اعتراض کې، د غزې په جګړه کې د اسرائیلي پوهنتونونو او شرکتونو سره د اړیکو پرې کولو موافقه وکړه.
-
امريکا د ویټو په کارولو سره د تل ابیب پر وړاندې د فشار مخه ونیوله؛ د فرانسې د مارسي کارګرو د اسرائیلو لپاره د وسلو د تجهیزاتو د بارولو مخنیوی وکړ
Jun 05, 2025 12:40پارس ټوډی ـ امريکا د امنیت شورا د قطعنامې په وټو کولو سره یو ځل بیا په غزې تړانګه کې د یوې قطعنامې د تصویب مخه ونیوله، چې دې اقدام د نړیوالو غوسه راوپاروله.
-
حاجیانو ته د ایران د اسلامي انقلاب د رهبر پیغام: ملتونه دې د خپلو دولتونو څخه د صهیونیستي جنایتکارې ډلې پر وړاندې د ودرېدو غوښتنه وکړي
Jun 05, 2025 12:30د پارس ټوډی د را پور له مخې؛ د ایران د اسلامي انقلاب مشر د سږ کال د حج مراسمو په مناسبت په خپل پیغام کې د معرفت سره مل حج او د هغه درسونه د نن ورځې د اسلامي نړۍ د دردونو علاج بللي دي.
-
مسعود پزشکیان او د قطر امیر د غزې د مظلومو خلکو پر وړاندې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو د بندولو لپاره پر هڅو ټینګار وکړ
Jun 05, 2025 04:39پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د قطر له امیر سره په ټلفوني خبرو کې، د دې هېواد حکومت او خلکو ته د لوی اختر مبارکۍ په ویلو سره، د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او همدارنګه په غزه کې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو د بندولو لپاره پر ګډو هڅو ټینګار وکړ.