-
عراقچي: د ایران ملت به د وینې تر وروستۍ څاڅکې پورې مقاومت وکړي؛ نعیم قاسم: د اسرائیلي دښمن د تیریو په مقابل کې غلي نه پاتې کېږو
Jun 29, 2025 07:47پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په ایکس پاڼه کې په یوه پیغام کې ولیکل: د ایران ملت به د وینې تر وروستۍ څاڅکې پورې د هغه چا په مقابل کې چې وغواړي زموږ د برخلیک لپاره فیصله وکړي مقاومت وکړي.
-
د "ملي اقتدار شهیدانو" د جنازې په مراسمو کې د خلکو ترڅنګ د شخصیتونو ملتیا؛ د قواوو له مشرانو څخه نیولې تر ټپي شمخاني پورې
Jun 28, 2025 12:19سیاسي، پوځي او دولتي شخصیتونه او چارواکي، او همدارنګه مشهور ټولنیز، کلتوري او سپورتي شخصیتونه، نن سهار، د اسلامي ایران د وطنپال، غیرتي او انقلابي خلکو سره، د ملي اقتدار شهیدانو د جنازې په مراسمو کې ګډون او د وطن زړورو سرتیرو او مدافعینو درناوی یې وکړ.
-
تاجک خبریال: جګړې او ګواښونو د ایرانیانو په یووالي کې خلل نه دی اچولی
Jun 26, 2025 15:49پارس ټوډی - د تاجکستان یوې رسنۍ لیکلي، چې د ایران خلک د جګړه ېیزو شرایطو او بهرنیو ګواښونو باوجود، په ارامۍ او یووالي سره ولاړ دي او وروستیو فشارونو د دوی په یووالي او روحیه کې هیڅ خلل نه دی اچولی.
-
صهیونیست تحلیلګر: له ایران سره په جګړه کې د نتانیاهو موخې نه دي ترلاسه شوي
Jun 26, 2025 15:28پارس ټوډی - د یوه صهیونیست تحلیلګر په باور، د بنجامین نتانیاهو او اسرائیلو لخوا له ایران سره د جګړې د بریا په اړه د جار او جنجال باوجود، دا موضوع په شدت سره تر پوښتنې لاندې ده، ځکه د نتانیاهو له اعلان شویو موخو څخه هیڅ یوه هم نه ده ترلاسه شوې.
-
ایران د ملګرو ملتونو د منشور ۵۱مې مادې له مخې د امریکا د سفیر خودسره تفسیر غندلی دی
Jun 26, 2025 15:14پارس ټوډی - د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او په ملګرو ملتونو کې د دایمي استازي امیر سعید ایرواني د ملګرو ملتونو د منشور ۵۱مې مادې له مخې، د امریکا د سفیر خودسره تفسیر، چې د ایران د سوله ییزو اټومي تاسیساتو پر وړاندې د بریدونو د توجیه لپاره کارول شوی، غندلی دی.
-
په جینیوا کې د ایران سفیر: موږ به د اټومي انرژۍ د سوله ایزې کارونې لپاره له خپل اصلي حق څخه شاتګ ونه کړو
Jun 25, 2025 06:40په جینیوا کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او دایمي استازي، د ایران د سوله ایزو اټومي تاسیساتو په وړاندې د صهیونیسټي رژیم او امریکا لخوا پوځي بریدونه یو څرګند تیری او د نړیوالو قوانینو د بنسټیزو اصولو جدي سرغړونه وبلله او ویې ویل چې د ایران اسلامي جمهوریت به د اټومي انرژۍ د سوله ایزې کارونې لپاره له خپل اصلي حق څخه شاتګ ونه کړي.
-
بقايي: زموږ اټومي پروګرام په بشپړه توګه سوله ایز دی
Jun 25, 2025 06:31د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: "حتی د اټومي آژانس نړیوال سازمان وروستي راپورونه د ایران د نه پابندۍ په اړه هیڅ اشاره نه لري، نو زموږ اټومي پروګرام په بشپړه توګه سوله ایز دی."
-
کمالوندي: اټومي صنعت به ونه دریږي
Jun 25, 2025 06:24د ایران د اټومي انرژۍ سازمان ویاند وايي: دوی باید پوه شي چې دا صنعت زموږ په هیواد کې ریښې لري او دوی نشي کولای دا له منځه یوسي.
-
عراقچي: د ایران د خلکو یووالی ډېر پیاوړی او په لوړه کچه دی
Jun 21, 2025 21:30پارس ټوډی - د ایران د اسلامي جمهوریت بهرنیو چارو وزیر «سیدعباس عراقچي» ویلي چې د ایران د خلکو یووالی ډېر پیاوړی او په لوړه کچه دی او زیاته کړې یې ده چې د ایران وسلهوال ځواکونه هم په دفاع کې ډېر ښه فعالیت کوي.
-
د حیفا ښاروال د سولې غوښتنه وکړه؛ زما یوازینۍ غوښتنه له ایران سره سوله ده
Jun 21, 2025 20:55پارس ټوډی - د حیفا ښاروال وویل، د ایران توغندیز بریدونه په اشغال شويو سیمو کې پراخ ویجاړۍ او ناامني رامنځته کړې، او د هغه یوازینۍ غوښتنه له ایران سره اوربند دی.