ایراني اتل د مستر المپیا فاینل ته ورسېد
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i165768-ایراني_اتل_د_مستر_المپیا_فاینل_ته_ورسېد
پارس ټوډې- ایراني بدن جوړوونکی اتل هادي چوپان وتوانید چې په مستر المپیا سیالیو کې د لومړي پړاو په ترڅ کې د غوره لوبغاړو په ډله کې ځای ونیسي.
(last modified 2025-10-11T08:35:58+00:00 )
Oct 11, 2025 13:04 Asia/Kabul
  • ایراني اتل د مستر المپیا فاینل ته ورسېد

پارس ټوډې- ایراني بدن جوړوونکی اتل هادي چوپان وتوانید چې په مستر المپیا سیالیو کې د لومړي پړاو په ترڅ کې د غوره لوبغاړو په ډله کې ځای ونیسي.

ایراني بدن جوړوونکی اتل هادي چوپان  په لاس ویګاس کې د مستر المپیا د یوشپېتم دور سیالیو کې د څلور غوره بدن جوړوونکو په ډله کې ځای نیولو سره د دې سیالیو فاینل ته لاره ومونده.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، د ایران بل استازی، بهروز تاباني وو چې په خپل لومړي حضور کې له دې پړاو څخه حذف شو. مستر المپیا ۱۱ برخې لري چې د دې څانګې لوبغاړي د ارزښتناکو لقبونو لپاره سیالي کوي.

د مستر المپیا په دې دور سیالیو کې، هادي چوپان به په فاینل پړاو کې د سامسون دائودا د اتلولۍ مدافع، درک لانسفورد او انډریو جیکډ سره سیالي وکړي.

چوپان د یوه اتلولۍ او ۲ دویم قام په ګټلو سره د ایران د بدن ښکلا د تاریخ تر ټولو افتخاري لوبغاړی ګڼل کېږي.

د بدن ښکلا نه تکرارېدونکې اسطوره روني کلمن، د سیالیو له پیل وړاندې هادي چوپان د دې دور د مستر المپیا اتل معرفي کړی وو. د سیالیو فاینل به د یکشنبې په سهار ترسره شي.