نوبل؛ د سولې جایزه یا د نرمې جګړې پوښښ؟
پارس ټوډۍ –د ونزويلا اپوزیسیون مشرې، ماریا کورینا ماچادو، ته د ۲۰۲۵ کال د نوبل سولې جایزې ورکول، په سیاسي شخصیّتونو، پوهنتوني محفلونو او نړیوالو رسنیو کې د بحث او ترینګلتیاؤ یوه څپه راپارولې ده.
د نوبل سولې جایزه په ظاهره باید د انساني آرمانونو نښه اود نړیوالې سولې دودیداوي، خو سږ کال هم لکه د تېرو کلونو ئې،سیاسي رنګ اخیستی دی. ډيری څېړونکي دا جایزه د سولې نښه نه ، بلکې د لویدیځ د هغې نرمې جګړې برخه ګڼي چې د ونزويلا د ولسمشر نیکولاس مادورو پر ضد ده.
د پارس ټوډۍ له راپور سره سم ، د ونزويلا د اپوزیشن مشرې ماریا کورینا ماچادو ته د ۲۰۲۵ کال نوبل سولې جایزې ورکول په داسې وخت کې ترسره شوي چې د کاراکاس او واشنګټن ترمینځ کړکیچ له ۲۰۱۹ کال راهیسې په تر ټولو لوړه کچه دی. په وروستیو اونیو کې، د کارائیب په اوبو کې د نشه ایزو موادو قاچاق پر ضد په پلمې سره د متحده ایالاتو ځواکونو بریدونه او مشقونه کړي دي. د مادورو حکومت د پوځي یرغل د امکان په اړه خبرداری ورکړی دی. په ورته وخت کې،د متحده ایالاتو او اروپائي رسنۍ هم د ونزويلا د حکومت پر ضد د نوي روایت جوړول پیل کړي دي.
په داسې فضا کې، د ماچاډو لکه څنګه چې په ښکاره د واشنګټن د مداخلت ملاتړ کوي او څو ځله ئې د «مادورو حکومت د نسکورولو د اړتیا» په اړه خبرې کړي، د نوبل د سولې د جایزې ورکول، ناممکنه ګڼل کیږي چې یوازې د بشر دوستئ مرستې وي.
ماچادو د ونزويلا د ۲۰۲۴ کال په جولائي میاشت کې د ولسمشرۍ له ټاکنو وروسته، چې د سیمې د ادارو تر څارنې لاندې کېدې، خپلو پلویانو ته ئې په رسمي پایلو د سترګو د پټولو او په سړکونو باندې د احتجاجونو د ترسره کولو بلنه ورکړه. داسې احتجاجونه چې په ځینو ښارونو کې ئې تاوتریخوالی ته لاره هواره کړه . اوس داسې یوې څيرې ته د سولې د جایزې ورکول، دا پوښتنه راپورته کوي چې آیا نوبل کمیټې په دې فیصلې سره، په حقیقت کې د یو خپلواکه هيواد قانوني نظم او سیاسي مشروعیت په کمزوري کولو کې مرسته کړې ده؟ لکه څنګه چې نوام چامسکي یادونه کړې، په اوسمهاله وختونو کې د نوبل سولې جایزه د هغو حکومتونو مخالفانو ته د رواوالي د ورکولو وسیله ګرځېدلې چې د واشنګټن پالیسۍ نه تعقیبوي.
دا لومړی ځل نه دی چې د نوبل دسولې جایزه له ورته ډول نیوکو سره مخ کېږي. په ۲۰۰۹ کال کې، یوازې څو میاشتې د باراک اوباما د ولسمشرۍ له پیل وروسته، نوبل کمیټې هغه د « نړیوالې ډیپلماسۍ د پیاوړي کولو د هڅو له امله» بریالئ اعلان کړه، په داسې حال کې چې متحده ایالات په عراق او افغانستان کې په جګړې کې ښکېل وو. په ۱۹۹۱ کال کې هم له میانمار څخه، آنګ سان سوچي چې وروسته د روهینګیا د مسلمانانو د نسل وژنې په وړاندې د هغې خاموشي له ځينو بحثونو سره مخ شوه، دغه جایزه ګټلې وه. دا مثالونه ښئي چې د ریښتینې سولې غوښتنې او سمبولیک سیاسي کړنو تر مینځ پولې د نوبل کمیټې د جایزې د وړ کسانو ټاکل کیدا ورځ تر بلې لا مبهمه او شکمنه کیږي.
د نړیوالو او سټراټیژیکو مطالعاتو مرکز (CSIS) تحلیل هم دابهیر ښئي. د دغې اکاډمئ د احصایو پر اساس، په تېرو دوو لسیزو کې د نوبل د سولې د جایزې کابو ۷۰ سلنه ګټونکي د لویدیځ د سیاسي بهیرونو سره مستقیم یا غیرمستقیم اړخ لري. دا جوړښتي همغږي، لامل شوي ځینې څارونکي د نوبل د سولې جایزه د نړیوالو آرمانونو نښه نه ، بلکې په نړیوال نظام کې د واک د میکانزم برخه ګڼي. لکه څنګه چې د «بروکینګز» فکري ډلې(تینک ټینک) تحلیل هم روښانه کوي، «د نوبل جایزې ټاکونکې کمیټې که څه هم خپلواکه اداره ده،خو په عمل کې د لویدیځ د سیاسي او رسنیزو خبرو اغېزې لاندې عمل کوي او د هغې پریکړې ډېر وخت د لویدیځ د جیوپولیټیکي لومړیتوبونو انځور دي.
د ونزويلا په اړه هم همدا ډول تکرار شوي دي. له «دونالد ټرمپ» سره، د ماچادو وروستی ټیلیفوني اړیکه چې بلافاصله د جایزې اعلان وروسته وه، د هغې په واشنګټن کې له ځانګړو بهیرونو سره د سیاسي همغږۍ نښه وه. ټرمپ په دې خبرو کې ماچادو ته د مبارکۍ تر څنګ، هغه د «د لاتیني امریکا د ازادۍ غږ» په توګه یاد کړه؛ داسې عبارت چې د کاراکاس او د هغې د متحدینو لپاره معنا لري چې د حکومت بدلون ته د رواوالي ورکول دي.
د هسپانیې «الپایس» ورځپاڼې حتی د دغه هېواد د ګاونډي سیاستمدار «پابلو ایګلسیاس» له قوله لیکلي دي: «که د نوبل سولې جایزه د خپلواکو حکومتونو سیاسي مخالفانو ته ورکول کېږي، نو هغوی هیتلر ته هم ورکولی شوه!.» حتی «جوزف بورل»، د اروپایي ټولنې پخوانی بهرني سیاست مسؤل، هم په محتاطو څرګندونو کې وویل: «نړیوالې ادارې هغه وخت کولی شي چې خپل اعتبار وساتي چې په سیاسي لوبو کې له واریدیدا څخه ډډه وکړي.
حقیقت دا دی چې د نوبل سولې جایزه په نرمې جګړې جوړښت کې کولی شي چې سټراټیژیک رول ولوبوي. له اپوزیشن مشروع کولو څخه د عامه افکار تر غونډولو او د خپلواکو حکومتونو پر ضد د ډیپلماټیک دباؤ تر اعمالولو پورې. په داسې چوکاټ کې، د نوبل سولې جایزه د واشنګټن لپاره د لارې پاي نه دی، بلکې د کاراکاس پر ضد د څو اړخیز دباؤ د نوې مرحلې پیل دی. د کاراکاس له نظره، دا جایزه «د تاریخ ترټولو سیاسی نوبل جایزه » او هڅه ده چې د ونزويلا داخلي یووالی کمزوری کړي. د دغه هېواد حکومتي رسنۍ ئې د «نرمې نسکوریدا سناریو» برخه ګڼلې ده. هغه څه چې په لویه کچه څرګند دي، د نوبل لومړنۍ فلسفې او اوسني کړچار تر منځ ژوره تشه او خلا ده.
د نوبل سولې جایزه که غواړي چې خپل اخلاقي ځای وساتي، نو باید په سیاسي شخړو کې مداخلې او د شخړې یو اړخ ته د رواوالی له ورکولو ډډه وکړي. که داسې نه وي ، نو لکه څنګه چې د اوسلو سولې انسټیټیوټ څخه «هنریک اردال» وائي، «نوبل به د سولې له سمبول څخه د سیاست په وسیلې بدل شي.»
اوس باید وګورو چې دا پریکړه به په اوږد مهال کې د لاتیني امریکا لپاره څه پایلې ولري. آیا دا جایزه په ونزويلا کې د خبرو اترو پیاوړي کولو او سیاسی ګډ سوله ایز ژوند ته لاره هواروي، یا ددې په اپوټه ، د داخلي قطببندی زیاتولو او د شخړې د احتمال زیاتولو ته لمن وهي؟ ځواب هرڅه چې وي، یو روښانه حقیقت دی. ریښتینې سوله له سیاسي جایزو سره نه، بلکې د ملي حاکمیت په درناوي، ټولنیز عدالت او د ملتونو تر منځ د برابرې په خبرو اترو سره ترلاسه کېږي. نوبل د سولې جایزه که له دغو اصولونو څخه واټن واخلي ، نو نوره به د سولې د سر تاج نه وي، بلکې د نړیوال اعتماد په ریښو کې به د ریښتینې سولې معنی پیکه کول وي.