-
اردن: په سوریې د صهیونیسټي رژیم حملې د نړیوالو قوانونو خلاف ورزي ده
Dec 19, 2024 04:16د اردن خارجه وزیر د روسیې له خارجه وزیر سره په ټیلیفوني اړیکه کښې، د سوریې د بدلونونو او په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټي رژيم د تیریو د ختمولو په هکله خبرې اترې وکړې.
-
د اسلامي ملګرتیا سازمان له فلسطینه د ملاتړ د پریکړه لیک هرکلی وکړ
Dec 19, 2024 04:07د اسلامي ملګرتیا سازمان د فلسطین د ولس په ملاتړ کښې د ملګرو ملتو په عمومي اسمبلۍ کښې د یو پریکړه لیک د تصویبیدو هرکلی کړی دی.
-
عراقچي: د نیواکي ځمکو د شاملولو لپاره د اسرائیلو د هر ډول هلوځلو مخنیوی پکار دی
Dec 19, 2024 04:01د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: صهیونیسټي رژیم بایدپه غزې، لبنان او سوریې کښې له نیواکي ځمکو سمدستي ووځي او په اسرائیلو کښې د نیواکي سیمو د شاملولو لپاره د دغه رژيم د هر ډول هلوځلو مخه دې ونیوې شي.
-
د ایران خلاف د بشري حقوقو ضده پریکړه لیک طرحه قانوني حیثیت نه لري
Dec 19, 2024 03:59د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د ملګرو ملتو په عمومی اسمبلۍ کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د بشری حقوقو د وضعیت په هکله د پریکړه لیک په غبرګون کښې د ځینو لویدیځو هیوادونو په ملاتړ او د بې بنیاده ادعاګانو د تکرار په باره کښې د کاناډا وړاندیز رد کړ.
-
د مقاومت خلاف د کورواکه تشکیلاتو حمله، له سرې کرښې تیریدل دي
Dec 17, 2024 03:47د فلسطین د آزادۍ لپاره ولسي جبهې ویلي چې په جنین کښې د فلسطیني مبارزانو خلاف د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو د ځواکونو بریدونه، په سرو کرښو خطرناک اوړیدل دي.
-
په سوشل میډیا کښې مشهور فلسطیني شخصیت د صهیونیسټانو په لاس شهید شو
Dec 17, 2024 02:45د «خالد نبهان» په نامه د (روحة الروح) په نامه د غزې د ماشومانو د مظلومیت د تلپاتې کلیپ خاوند چې په ټولنیزو شبکو کښې ډیر زیات لیدل شوی و، شهید شو.
-
کویت له ایران سره د اړیکو پراختیا غواړي
Dec 17, 2024 02:17د کویت د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال په مختلفو په تیره بیا اقتصادي او تجارتي برخو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا غوښتنه وکړه.
-
د ایران د انرجۍ وزیر: د تهران او عشق آباد ترمینځ په ټولو برخو کښې ملګرتیا مخ په زیاتیدو ده
Dec 17, 2024 01:59د ایران د انرجۍ وزیر عباس علي آبادي په دې خبرې سره چې په تیره بیا د ټرانسپورټ، ټرانزټ او انرجۍ په شمول په ټولو برخو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت او ترکمنستان ملګرتیا مخ په زیاتیدو ده، وویل: دا ملګرتیاوې نه یوازې د دواړو هیوادونو بلکې د سیمې د نورو هیوادونو هم په ګټه دي.
-
ایران او پاکستان ددوه اړخیزه تجارت او ټرانزیټي او ټرانسپورټي آسانتیاؤپه زیاتولو سره موافقه وکړه.
Dec 15, 2024 02:58تهران ریډیو - په پاکستان کې د ایران سفیر او ددغه هیواد د ارتباطاتو وزیر دوو اړخیزو تجارتي چارو د پراختیا او د ټرانزیټ او ټرانسپورټی فعالیتونو دآسانتیاؤ په لړ کې د دوو اړخیزو ملګرتیاؤ په اړه سره د نظر تبادله وکړه.
-
د ایران د انرجۍ وزیر: د ایران او قطر د سوداګري مبادلاتو اندازه یو میلیارډ ډالرو ته رسیږي
Dec 13, 2024 04:16د ایران د اسلامي جمهوریت د انرجۍ وزیر په راتلونکي کښې یو میلیارډ ډالرو ته له قطر سره د سوداګریزو اړیکو د زیاتیدو خبر ورکړ.