ابراز همدردی ایران با قربانیان زمین‌لرزه در میانمار و تایلند
(last modified Sat, 29 Mar 2025 08:21:37 GMT )
Mar 29, 2025 12:51 Asia/Kabul
  • ابراز همدردی ایران با قربانیان زمین‌لرزه در میانمار و تایلند

ایران په میانمار او تایلینډ کښې د زلزلې د قربانیانو له کورنیو سره غمرازي وکړه

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په میانمار او تایلینډ کې د زلزلې له امله د قربانیانو کورنیو، د دواړو هیوادونو حکومتونو او خلکو سره خواخوږي څرګنده کړه.

د ایران د خارجه وزارت ویاند اسماعیل بقايي په میانمار او تایلینډ کې سختې زلزلې ته په اشارې سره چې د لومړنیو راپورونو له مخې، په دې دواړو هیوادونو کې ډیر کسان مړه او ټپیان شوي او سخت مالي زیانونه یې اړولي دي، د قربانیانو له کورنیو، د میانمار او تایلینډ له حکومتونو او خلکو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او د امداد او ژغورنې په پروسه کې یې د مرستې لپاره د خپل هیواد چمتووالی اعلان کړ.

د ایرنا د خبر له مخې، وړمه شپه د میانمار مرکزي سیمو کښې د ۷،۷ ریکټرو زوروره زلزله راغلې وه چې په سل هاو کیلومیټره لرې د تایلینډ په پلازمینه بینکاک کښې هم احساس شوه. د امریکې د زلزلې معلومونې مرکز USGS ویلي چې دا زلزله د ځمکې ۱۰ کیلومټره ژوروالي کښې شوې ده. د زلزلې مرکز د میانمار د دویم ستر ښار «ماندالي» په خوا کښې «یګاینګ» ښار و.

دولس دقیقې وروسته د ۶.۴ ریکټرو په شدت یوې بلې زلزلې دغه سیمه دوباره ولړزوله.

د میانمار په زلزله کښې د مړو شمیر له زرو تنو اوښتی او د خرابیو او تاوان اندازې ته په پام سره ډیر احتمال شته چې دغه شمیر لاډیر شي.