د فلسطین د خلکو آرمان په حقه دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i158536-د_فلسطین_د_خلکو_آرمان_په_حقه_دی
د لبنان د حزب الله عمومي منشي ټینګار وکړ چې د قدس نړیواله ورځ، له مستکبرانو سره د مستضعفانو د مقابلې ورځ ده.
(last modified 2025-03-30T03:03:39+00:00 )
Mar 30, 2025 07:27 Asia/Kabul
  • د فلسطین د خلکو آرمان په حقه دی

د لبنان د حزب الله عمومي منشي ټینګار وکړ چې د قدس نړیواله ورځ، له مستکبرانو سره د مستضعفانو د مقابلې ورځ ده.

د لبنان د حزب الله غورځنګ عمومي منشي شیخ نعیم قاسم تیره شپه د قدس د نړیوالې ورځې په غبرګون کښې، د فلسطین په آرمان باندې په پابندۍ ټینګار وکړ او ویې ویل: مونږ باور لرو چې د فلسطین مسئله یوه برحقه مسئله ده او د مقدساتو په آزادۍ ټینګار لرو.

هغه د فلسطین خرابو حالاتو ته په اشارې سره وویل: نن یو داسې مقاومت وینو چې د فلسطین په خلکو کښې جرړه لري او د دښمن په وړاندې شاتګ یې ناممکن کړی دی.

شیخ قاسم همداشان څرګنده کړه: نن سبا د یو ستر بدلون په درشل ولاړ یو چې خپلې نیغ په نیغه اغیزې به وشیندي او نور نو شا ته د ستنیدو امکان نشته.

د لبنان د حزب الله عمومي منشي ټینګار وکړ چې د فلسطین مسئله یوه برحقه مسئله ده او مونږ پر دغه آرمان ژمن یو او د مقدسانو په آزادولو ایمان لرو.

هغه څرګنده کړه: په لبنان کښې زمونږ ګټې له مستضعفانو او فلسطین څخه په ملاتړ کښې دي.

شیخ قاسم یادونه وکړه: مونږ په زغرده وایو چې له قدس سره په خپلې ژمنې او په هغه ملاتړ چې حزب الله وړاندې کړی، کلک ولاړ یو، په حقیقت کښې زمونږ دغو ملاتړونو، د قدس ترڅنګ د اودریدونې د حقیقي نمونې په توګه د امت د شهیدانو د سید په شهادت سره ځلا موندلې ده.

هغه د صهیونیسټي رژیم د ګواښونو په اړه په خبرداري سره وویل: اسرائيلو لبنان د خپلو پراختیا غواړو پلانونو په لسټ کښې راوستی دی او د لبنان د جنوب د نیواک او الحاق په ت:ل کښې دی.

د حزب الله عمومي منشي ټینګار وکړ: اسرائيل یو پراختیا غواړی دښمن دی چې هیڅ حد او پوله نه پیژني او ټول سرحدونه به تر پښو لاندې کړي. هم دا وجه ده چې د دې نیواکګرۍ په وړاندې زمونږ مقاومت یو قانوني حق او د دغو ګواښونو په وړاندې یو طبیعي غبرګون دی.

شیخ قاسم د لبنان په دفاع کښې د مقاومت رول ته په اشارې سره هم وویل: مقاومت د دښمن تیري شنډولی شي او د هغه د اهدافو د پوره کیدو مخه نیولی شي.

هغه زیاته کړه چې صهیونیسټي رزیم د امریمکې د وحشي او ظالم استکبار په ملاتړ سره، د نیواکګرۍ د پراختیا، د مقاومت د ختمولو او د لبنان په راتلونکي باندې د ولکې په شان اهداف لري.

هغه زیاته کړه چې د صهیونیسټي رزیم تیري باید بند شي او پرې نښودل شي چې دغه تګلاره جاري پاتې شي.