-
عرب اتحادیه نن د فلسطین په هکله بیړنۍ غونډه ترسره کوي
Jul 04, 2023 04:08عرب اتحادیې ویلي چې د فلسطین د حالاتو او په جنین ښار او کیمپ باندې د صهیونیسټي رژیم د حملې د څیړنې لپاره نن سه شنبه، بیړنۍ غونډه ترسره کوي
-
امریکې داعش ته کیمیاوي وسلې ورکړې دي
Jul 04, 2023 04:02د روسیې د خارجي اطلاعاتو ادارې وویل چې امریکا د دمشق او عرب هیوادونو د اړیکو د ښه کیدو د مخنیوي په موخه، د کیمیاوي حملې او د سوریې د حکومت د تورنولو په لټه کښې ده
-
د ایران د کلتور او ارشاد وزیر ماسکو ته لاړ
Jul 04, 2023 03:59د ایران د اسلامي ارشاد او کلتور وزیر له خپل روسي همرتبه سره د کتنې او په روسیې کښې د ایران د کلتوري اونۍ په پروګرامونو کښې د ګډون په موخه، ماسکو ته ورسید.
-
د افغانستان په ځینو ولایتونو کښې د سیلاب خبرداری ورکړی شو
Jul 04, 2023 03:55د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت د روانې مياشتې له ۱۳ څخه ۱۵نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو ځایونو کې د اوبو کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.
-
د طالبانو رئیس الوزراء د تېر حکومت له یو شمېر جنرالانو او د پوځ له قوماندانانو سره لیدنه کړې، نور جزئیات زموږ د همکار په راپور کې واورئ
Jul 03, 2023 11:08د طالبانو د ریاستالوزراء سرپرست مولوي عبدالکبیر د ارګ په سپیدار ماڼۍ کې د پخواني حکومت له یو شمېر جنرالانو او د قول اردو له قومندانانو سره په کتنه کې دوی ته ډاډ ورکړ، چې په هېواد کې پخوانيو پوځيانو او سیاسي څېرو ته هېڅ ګواښ نهشته.
-
د ایران قرآني ټولنې په سویډن کښې د قرآن د سپکاوي خلاف چغه پورته کړه
Jul 04, 2023 01:30تهران کښې د ایران د قرآني ټولنې په سترې تجمع کښې، په سویډن کښې د قرآن کریم د حرمت سپکاوی په کلکه وغندلی شو
-
د طالبانو او چین چارواکو د اقتصادي او سیاسي اړیکو په پياوړتیا ټینګار وکړ
Jul 04, 2023 01:22د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي امير خان متقي په کابل کې د چين له سفير وانګ يو سره لیدلي.
-
ننګرهار کې د زړو افغاني بانکنوټونو شتون اوس هم د پلورونکو او پېرېدونکو تر منځ د شخړو او سرخوږي لامل دی، په دې اړه زموږ د همکار راپور ته غوږ شئ
Jul 03, 2023 07:45چارواکي وایي، ځينې بانکنوټونه چې تازه چاپ او بانګ ته رسېدلي، بازار ته د وړا ندې کولو پروسه یې پیل شوې، چې ورسره به داستونزه هواره شي.
-
ننګرهار کې زرګونو کسانو د اختر په ورځو کې د دې ولایت له لرې پرتو تاریخي او تفریحي سیمو څخه لیدنه کړې ده، بشپړ راپور دلته واورئ
Jul 03, 2023 07:34چارواکي وايي چې په هېواد کې د سراسري امنیت ټینګښت کورنیو او بهرنیو سیلانیانو ته د دغو سیمو د لیدو زمینه برابره کړې ده.
-
د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د لوی اختر په ویاړ د والیبال سیالۍ پېل شوې، نور حال زموږ د همکار په راپور کې واورئ
Jul 03, 2023 07:28د دې سیالیو تنظیموونکي وایي چې د دې ولایت له بېلابېلو سیمو څخه د والیبال ګڼې لوبډلې په دې سیالیو کې برخه لري.