ایران او افغانستان په ریلي ملګرتیاو ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i136216-ایران_او_افغانستان_په_ریلي_ملګرتیاو_ټینګار_وکړ
زمونږ خبریال وايي د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر د ځانګړي استازي او د افغانستان د اور ګاډي د لارو د ادارې مشر په کتنه کښې د دواړو هیوادونو د ریلي ملګرتیاو د پراختیا په هکله بحث او د نظر تبادله وشوه.
(last modified 2023-07-26T07:17:57+00:00 )
Jul 26, 2023 06:38 Asia/Kabul
  • ایران او افغانستان په ریلي ملګرتیاو ټینګار وکړ

زمونږ خبریال وايي د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر د ځانګړي استازي او د افغانستان د اور ګاډي د لارو د ادارې مشر په کتنه کښې د دواړو هیوادونو د ریلي ملګرتیاو د پراختیا په هکله بحث او د نظر تبادله وشوه.

مخکې د خواف ـ هرات د اورګاډي لاره له بیارغونې او تجهیز وروسته د ایران او د افغانستان د چارواکو په ګډون سره پرانیستل شوه.

د اورګاډي دغه لاره افغانستان د اروپا له اورګاډو سره وصلوي او هر کال د یو میلیون مسافرانو او د شپږ میلیونه ټنه شیانو د انتقالولو ظرفیت لري.

په افغانستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت وویل په کابل کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د سیاسي نمایندګۍ د مشر او د ولسمشر د ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي او د افغانستان د اورګاډو د لارې د ادارې د مشر بخت الرحمان شرافت ترمینځ په کتنه کښې د دواړو هیوادونو د ریلي ملګرتیاو د پراختیا په هکله خبرې وکړې.

په افغانستان کښې د ایران د سیاسي نمایندګۍ مشر په دغه کتنه کښې د افغانستان د اورګاډو د لارې د ادارې مشر ته بلنه ورکړه چې د دواړو هیوادونو ترمینځ د ملګرتیا په زمینو د غور لپاره ایران ته راشي.