د سلطې نظام نژادي توپیر په بل ډول اجرا کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i136236-د_سلطې_نظام_نژادي_توپیر_په_بل_ډول_اجرا_کوي
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت د لوړې شورا سیکرټر علي اکبر احمدیان د بریکس(BRICS) د غړیو هیوادونو د غونډې په څنګ کښې د جنوبي افریقا د ولسمشر مرستیال «خومبوډرو وانتشاوني» سره په کتنې کښې ټینګار وکړ د سلطې نظام د نژادي توپیر بل شکل د اجرا کولو په حال کښې دی.
(last modified 2023-07-26T09:24:06+00:00 )
Jul 26, 2023 11:19 Asia/Kabul
  • د سلطې نظام نژادي توپیر په بل ډول اجرا کوي

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت د لوړې شورا سیکرټر علي اکبر احمدیان د بریکس(BRICS) د غړیو هیوادونو د غونډې په څنګ کښې د جنوبي افریقا د ولسمشر مرستیال «خومبوډرو وانتشاوني» سره په کتنې کښې ټینګار وکړ د سلطې نظام د نژادي توپیر بل شکل د اجرا کولو په حال کښې دی.

بریکس ډله له برازیل ، روسیې ، هندوستان، چین او جنوبي افریقا جوړه ده.

د ایران د ملي امنیت د شورا سیکرټر علي اکبر احمدیان د بریکس د غړیو هیوادونو او د بریکس د غړیو هیوادونو د مینه والو هیوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو او د سیکرټرانو په غونډې کښې د ګډون لپاره جنوبي افریقا ته تللی دی.

احمدیان په دې خبرې سره چې امریکا د یواړخیزه سیاست په غوره کولو او د ظالمانه بایکاټونو په لګولو سره د اپارتایډ نظام هماغه راز ساتلی دی له دغه خطرناک بهیر سره چې تر ټولو انساني حقوق یې تر پښو لاندې کړي دي د مقابلې لپاره د خپلواکه هیوادونو تعامل او ملګرتیا ډیره مهمه وبلله.