-
پزشکیان: ایران هیڅکله له نړیوالو قوانینو وتلی عمل نه دی کړی
Aug 13, 2026 07:46پارس ټوډی- د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د جاپان له وزیراعظمې سره په ټیلیفوني خبرو کښې ټینګار وکړ: ایران په هیڅ توګه له نړیوالو قوانینو بهر عمل نه دی کړی او تل یې له ګاونډیانو سره په اړیکو کښې د ښه والي کوشش کړی دی.
-
عزیزي: د ایران مقاومت د دښمن معادلات ګډوډ کړل
Aug 13, 2026 07:43پارس ټوډی- د ایران د پارلیمان د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیشن مشر وویل: د دښمنانو د جنګ او دباونو په وړاندې د ایران د ولس مقاومت، د تسلیمیدو، تجزیې او نسکورونې لپاره د هغوي پلانونه شنډ کړل او د سیمې په معادلاتو کښې یې جدي بدلون راوسته.
-
طالبان بهر ته د کارګرانو د قانوني لیږلو غوښتنه کوي
Aug 13, 2026 07:39د طالبانو د کار وزیر بهرنیو هیوادونو ته د افغان کارګرانو د لیږلو د منظم کولو غوښتنه وکړه.
-
انصارالله: د سعودي یوازې پوځي مرکزونه په نښه کوو
Aug 13, 2026 06:04پارس ټوډی- د انصارالله غورځنګ د لوړې سیاسي شورا غړي وویل: د یمن وسله وال ځواکونه خپل اهداف په دقت سره غوره کوي او دمګړۍ د سعودي پوځیانو د راغونډیدو ځایونه او د وسلو ګودامونه هدف ګرځوي.
-
محسن رضایي: ایران او پاکستان سټراټیجکه مخینه لري
Aug 13, 2026 05:44پارس ټوډی- د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي د ایران او پاکستان ترمینځ د رامینځته شوې ارزښتناکې پانګې له وړتیا په ګټه پورته کولو باندې په ټینګار سره وویل: یوه ستره پانګه رامینځته شوې ده او هغه، د دوو حقیقي او اعتقادي هیوادونو ترمینځ دلچسپي ده.
-
د انقلاب له معظم رهبر سره د ولسمشر ملاقات او خبرې اترې
Aug 10, 2026 05:42د انقلاب له معظم رهبر سره د ولسمشر ملاقات او خبرې اترې
-
عراقچي: که امریکا د هوکړې د خلاف ورزۍ موارد جبیره نه کړي، دوباره د مذاکرې پیلیدل ممکن نه دي
Aug 10, 2026 07:35پارس ټوډی- د ایران خارجه وزیر وویل: ترڅو چې د امریکې له خوا د تفاهم له یادداشته د خلاف ورزۍ او سرغړونې موارد پاې ته ونه رسي او امریکا، خپلې خلاف ورزۍ جبیره نه کړي، زمونږ له نظره د مذاکرې د دوباره پیلیدو امکان نشته.
-
د لبنان د پارلیمان استازی: د ایران خلاف د امریکې او اسرائیلو جنګ خپلو اهدافو ته ونه رسید
Aug 10, 2026 07:31پارس ټوډی- د لبنان په پارلیمان کښې له مقاومت سره د وفادارۍ د فراکسیون غړي حسین جشي دې ټکي ته په اشارې سره چې د ایران خلاف د امریکې او اسرائیلو جنګ خپلو موخو ته ونه رسید، ټینګار وکړ چې امریکا تر ننه پورې د هرمز تنګي په خلاصولو کښې کامیابه نه شوه.
-
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند: یمني ځواکونو ډیره پراخه او منفرده حمله وکړه
Aug 10, 2026 07:30پارس ټوډی- د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند په «المخا» بندر کښې په سعودي ځواکونو او د هغوي د وسلو په ډیپو باندې حمله تایید کړه.
-
د مکې موافقې په نوم نوي دفاعي تړون باندې د پاکستان د پخواني نماینده نیوکه/ د امریکې اډې د سیمې د امنیت معما ده
Aug 10, 2026 07:25پارس ټوډی- د پاکستان د قومي اسمبلۍ پخواني استازي د پاکستان، عربستان او ترکیې ترمینځ په نوي دفاعي تړون باندې په نیوکې سره، د سیمې د ګواښونو د سرچینې په هکله یوې پوښتنې سره ټینګار وکړ، دغه ډول موافقو ته اړمن هیوادونه باید د امریکايي اډو د کوربه توب او د ایران خلاف د هغو د کارول کیدو په هکله ځواب ورکړي.