-
عزیزي: د حکامو شورا یو ځل بیا خپل وابسته ماهیت وښود
Sep 11, 2026 07:22پارستودي- د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمېسیون مشر ټینګار وکړ: د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د حکامو شورا، د ایران ضد پرېکړهلیک په تصویبولو سره، هغه هم پرته له نړیوالې اجماع، یو ځل بیا خپل وابسته او له تناقضونو ډک ماهیت وښود.
-
حزبالله: ایران د ټولو پتمنو خلکو مدافع دی؛ د تهران په مرسته به بریالي شو
Sep 11, 2026 07:19پارستودي- د لبنان په پارلمان کې مقاومت ته د وفادارۍ د فراکسیون یو لوړپوړي استازي، په دې ټینګار سره چې ایران د ټولو مظلومانو مدافع دی، وویل: د ایران په مرسته به د دښمن پر وړاندې د بریا معادلې رامنځته کړو.
-
رویټرز: د ایران د توان په اړه د ټرمپ محاسبې ناسمې ثابتې شوې
Sep 11, 2026 06:04پارستودي- رویټرز خبري اژانس لیکلي: کله چې ډونالډ ټرمپ د ولسمشریزو ټاکنو د بریا او د خپلې ولسمشرۍ د دویمې دورې لپاره په انتخاباتي مبارزه بوخت و، ژمنه یې کړې وه چې د «سولې ولسمشر» به وي او له نورو هېوادونو سره به جګړه ودروي، نه دا چې جګړې پیل کړي.
-
بقايي: د یمن په موضوع کې د ایران د لاسوهنې په اړه د امریکا دروغ، حقیقتونه نه شي بدلولی
Sep 11, 2026 05:26پارسټوډی- د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: د یمن-سعودي عربستان په موضوع کې د ایران د لاسوهنې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دروغ ، د حقیقتونو ځاې نه شي نیولی.
-
سرلښکر صفوي: د امریکا جګړهپالنه ختیځ ته د طاقت د محور د لېږد چټکوونکې وه
Sep 11, 2026 05:13پارستودي- د اسلامي انقلاب د رهبر لوړپوړي سلاکار او مرستیال وویل: د امریکا جګړهپالنه ختیځ ته د ځواک د محور او اقتصادي جغرافیې د انتقال لپاره تر ټولو غوره چټکوونکې وه.
-
پاکستان: د افغان محصلانو پر زدهکړو بشپړ بندیز نشته
Sep 11, 2026 05:02د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په دغه هېواد کې پر افغان محصلانوپه زدهکړو بشپړ بندیز نشته او هغه افغان زدهکوونکي چې معتبره ویزا ولري او د یو پوهنتون په رسمي تحصیلي پروګرام کې ثبت وي، کولی شي په پاکستان کې پاتې شي او خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.
-
د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون د افغان محصلانو د ایستلو پرېکړه وغندله
Sep 10, 2026 07:36د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون د دغه هېواد د طب او غاښونو له پوهنځیو څخه د افغان محصلانو، په ځانګړي ډول د ښځینه محصلانو، د ایستلو او د نویو افغان محصلانو د نه منلو پرېکړه غندلې ده.
-
د مرستو د کمېدو له کبله شاوخوا ۶ سوه روغتیايي مرکزونه بند شوي
Sep 10, 2026 07:28د نړیوالو بشري مرستو دکمښت په وجه په افغانستان کې کابو ۶۰۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي یا یې خدمتونه کم شوي
-
افغانستان کې د پولیو ناروغۍ ۴ نوې پېښې ثبت شوې دي
Sep 10, 2026 07:21د روغتیا نړیوال سازمان (W.H.O) خبر ورکړی چې، په افغانستان کې د روانې اوونۍ پر مهال د پولیو ناروغۍ څلور نورې مثبتې پېښې ثبت شويې دي.
-
د سپاه ویاند: امریکا په سیمه کې د خپل شتون د دوام توان نه لري
Sep 10, 2026 06:13پارسټودی ـ د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ویاند، په دې خبرې سره چې امریکا په سیمه کې د حضور د دوام توان نه لري، وویل: د هرمز تنګی نن د نړیوال نظم او د جګړې د برخلیک له ټاکونکو عواملو څخه دی او د ایران اسلامي جمهوریت د خپلو جغرافیایي، عملیاتي او پوځي ظرفیتونو په کارولو سره پر دې سیمه اغېزناک مدیریت او واکمني لري.