-
ایران د خپل حاکمیت او ملي امنیت په دفاع کښې جدي او هوډمن دی
Aug 13, 2024 10:21د ایران د خارجه وزارت ویاند ټینګار وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت د خپلې واکمنۍ او ملي امنیت په دفاع او هم په سیمه کښې د پایداره ثبات په ټینګښت کښې مرستې او په سیمه کښې د ناامنۍ او ترهګرۍ د اصلي سرچینې په وړاندې د دفاعي توان برابرولو ته پوره هوډمن او جدي دی او د خپلو پیژندل شویو حقوقو په کارولو کښې له هیڅ چا اجازه نه غواړي.
-
له اسرائیلو د لویدیځو هیوادونو ملاتړ د سیمې او نړۍ امنیت په خطر کښې اچولی دی
Aug 13, 2024 09:37د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: د صهیونیسټي رژیم د بې مخینې او انساني ضده جنایتونو په وړاندې د نړیوالې ټولنې چپتیا او له دغه رژیم څخه د ځینو لویدیځو هیوادونو ملاتړ، د نړیوالو اصولو یو مخالف او د جنایتونو دوام ته هڅونکی اقدام او په سیمه او نړۍ کښې د صلحې او امنیت لپاره ګواښ دی.
-
یوه ایراني څيړاند د مصنوعي ذهانت په ټيکنالوجۍسره سمارټ دستانه جوړ کړه
Aug 12, 2024 10:38پارس ټوډې – د تهران پوهنتون څيړاندد مصنوعي ذهانت او پوهې له ټيکنالوجۍ څخه په استفادې سره د سمارټ دستانې په پلانونې او جوړولو کې بریالی شو.
-
ایران د فلسطین له ملت سره د اسلامی حکومتونو په عملی ملاتړ ټینګار وکړ
Aug 09, 2024 11:17د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د صهیونیسټي رژیم په مقابل کښې د فلسطین له ملت سره د اسلامي حکومتونو په عملي ملاتړ ټینګار وکړ.
-
د اسلامی ایران په ایجنډا کې د سیاست دروازې خلاصې دي
Aug 09, 2024 01:53د ایران د اسلامی جمهوریت د ایټمي انرژۍ د ادارې مشر و،ئيل، لویدیځي هیوادونه په داسې حال کې ایران د ایټمي صنعت د چارو په پټَوَلو تورنوي چې د سیاست پرانیستې دروازې هروخت د ایران د اسلامی جمهوریت په ایجنډا کې شاملې دي.
-
طالبانو په اروپا کښې د افغانستان پنځه سیاسي نمایندګۍ فعالوي
Aug 06, 2024 11:08د طالبانو د موقته حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په اروپايي هیوادنو کښې د افغانستان پنځه سفارتونه د فعالیت د پیلولو لپاره له طالبانو سره غږمله شوي دي.
-
د تهران او ماسکو اړیکې به د حکومتونو په بدلیدو سره ګډې وډې نه شي
Aug 06, 2024 06:45د ایران د وسله والو ځواکونو لوې درستیز وویل: د ایران د اسلامي جمهوریت او روسیې په سټراټیجکو اړیکو کښې به د حکومتونو په بدلیدو سره هیڅ ګډوډی را نه شي.
-
د لبنان پارلیمان: د اسرائیلو تیري ته ځواب د حزب الله حق دی
Aug 06, 2024 10:26د لبنان د پارلیمان مشر د صهونیسټي رژیم د ګواښونو په وړاندې له حزب الله څخه په هراړخیز ملاتړ سره ټینګار وکړ چې د اسرائیلو تیري ته ځوا د حزب الله د اسلامي مقاومت غورځنګ حق دی.
-
د امریکې په عین الاسد اډې توغندوي برید شوی
Aug 06, 2024 08:48د عراق امنیتي سرچینو په دغه هیواد کښې د امریکې په عین الاسد نومې هوايي اډې باندې د توغندوي برید خبر ورکړی دی.
-
له روسیې سره د اړیکو پراختیا د ایران د بهرني سیاست لومړیتوب دی
Aug 06, 2024 08:38د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر له روسیې سره د اړیکو پراختیا د ایران د بهرني سیاست یو لومړیتوب وباله او د دواړو هیوادونو ترمینځ د شویو موافقو په اجرا کښې یې په چټکتیا تاکید وکړ.