د امریکې په عین الاسد اډې توغندوي برید شوی
(last modified Tue, 06 Aug 2024 07:48:08 GMT )
Aug 06, 2024 12:18 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

د عراق امنیتي سرچینو په دغه هیواد کښې د امریکې په عین الاسد نومې هوايي اډې باندې د توغندوي برید خبر ورکړی دی.

رویټرز د عراق د امنیتي سرچینو له قوله خبر ورکړی چې په عین الاسد هوايي اډه کښې په امریکايي پوځیانو باندې په بیګاني برید کښې لږترلږه پنځه امریکايي پوځیان زخمي شول چې د یو کس حالت په کښې خراب دی.

د خبر له مخې، په عین الاسد اډې دوه کاتیوشا ډوله توغندي لګیدلي دي.

دغه حمله، د ایران او اسرائیلو ترمینځ د شخړې د څیړنې لپاره د جو بایډن په مشرۍ د امریکې د املي امنیت د شورا له غونډې سره هممهاله شوې ده.

د امریکې دفاع وزارت پینټاګان ویلي چې په عین الاسد اډې باندې د شوې توغندوي حملې له امله د رامینځته شوي تاوان په اړه یې معلومات نه دي ترلاسه کړي.

خو د «الوعد الحق» په نامه د عراق یوې مقاومتي ډلې په ایکس کښې لیکلي چې په عین الاسد اډې د حملې له امله د امریکې شپږ نیواکګر پوځیان وژل شوي او ۱۹ نور زخمي شوي دي.

د یادونې ده چې امریکايي پوځیان له ۲۰۰۳ کال څخه په عراق کښې دیره شول چې ترټولو ستره اډه یې، د عین الاسد په نامه، په الانبار ولایت کښې ده.