-
ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو راتلونکی له جدي ګواښونو سره مخ دی
Nov 21, 2025 02:42په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې (یونېسف) مشر تاجالدین اویواله خبرداری ورکړی چې په دې هېواد کې د فقر د زیاتېدو، جګړو، اقلیمي بدلونونو او د اساسي خدمتونو د بودیجې، سخت کمښت له امله د ماشومانو راتلونکی له ستر ګواښ سره مخ شوی دی.
-
په افغانستان کې څه باندې درې میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي
Nov 21, 2025 02:37د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) اعلان کړی چې دا مهال په افغانستان کې ۳.۵ میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.
-
د سرحد پرانیستل د افغان طالبانو د ترهګرۍ په ضد په اقدام پورې تړلي دي
Nov 17, 2025 11:17د پاکستان لوړپوړو چارواکو وئيلي دي، افغانستان ته تلونکي سرحدي لاره به تر هغه مهال بنده وي چې دافغانستان طالبان د ترهګرو ډلو، په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان (TTP)، پر ضد د باور وړ او نهبدلېدونکي» اقدامات ترسره نه کړي.
-
په پاکستان کې د وروستیو بریدونو ټول عاملان له افغانستانه راغلي
Nov 14, 2025 11:04د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د دغه هېواد په ولسی جرګې کې پخپلې وینا کې ادعا وکړه چې د اسلاماباد او جنوبي وزیرستان د وروستیو ترهګرو بریدونو ټول عاملان د افغانستان ښاریز وو.
-
د ایران او ترکیې بهرنیو چارو وزیرانو د سیمې بدلونونه وارزول
Nov 14, 2025 09:34پارس ټوډي – د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر سید عباس عراقچي د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر هاکان فیدان سره په ټيلیفوني اړیکه کې د دوه اړخیزو اړیکو، سیمهییزو او نړیوالو بدلونو په اړه مشورې او خبرې وکړې.
-
له پاکستان سره د افغانستان د تجارتی اړیکو دختمولو پرېکړه زمونږ په ګټه ده
Nov 14, 2025 09:05له افغانستان سره د تګ راتګ کمول، د دوهاړخیزې سوداګرۍ کمیدل او یا له پاکستانه د افغانستان په لور د ټرانزیټ کمېدل په پاکستان کې د هغې ترهګرۍ د ګواښ د کمېدو لامل کیدلی شي، چې ډېری ئې له افغانستانه سرچینه اخلي.
-
د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ ګډه هوکړه لاسلیک شوه
Nov 14, 2025 02:51بلخ ولایت کې د طالبانو ولایتي رسنیز دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه ولایت ځايي چارواکو او د خصوصي سکټور استازو د ازبکستان په سرخان دریا ولایت کې له ازبک چارواکو سره د سوداګرۍ ګډه هوکړه لاسلیک کړې ده.
-
ذبیح ا... مجاهد: له ایران سره د هیرمند اوبو حق تړون ته ژمن یو
Nov 14, 2025 02:50پارس ټوډې - د افغان طالبانو د حکومت ویاند وویل: له ایران سره د هیرمند اوبو حق تړون ته ژمن یو.
-
په پنجشیر کې د پارندې برېښنا د تولید پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
Nov 14, 2025 02:47د افغانستان برېښنا شرکت ویلي چې په پنجشیر کې د «پارندې» څلور میګاواټه برېښنا د تولید فابریکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
-
پوتین د افغانستان د پرمختګ لپاره د سیمه ییزو همکاریو هرکلی وکړ
Nov 14, 2025 02:44په کرملین کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د قزاقستان د ولسمشر قاسم جومارت توقایف ترمنځ د «سترې هراړخیزې ستراتیژیکې همکارۍ او مشارکت سند» په رسمي مراسمو کې لاسلیک شو.