چین او پاکستان، افغانستان کې پر ټولګډونه حکومت ټینګار کړی
چین او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د طالبانو له حکومته غوښتنه کړې چې، په افغانستان کې ټولګډونه حکومت رامنځته کړي.
په اعلامیه کې چې، د یادو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو تر لیدنې وروسته خپره شوې، په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت او د ترهګرۍ پر وړاندې پر مبارزه ټینګار شوی دی.
اعلامیه کې دواړو لورو یادونه کړې چې، له افغانستان سره په دې برخه کې همکارۍ ته بشپړ چمتو دي.
په دغه اعلامیه کې همدارنګه راغلي چې، اسلام اباد او بیجینګ د کابل او نړیوالو ترمنځ همږغۍ ته هم چمتووالی لري.
که څه هم افغان طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی؛ خو تر دې وړاندې یې د ورته څرګندونو په غبرګون کې دا ډول څرګندونې په کورنیو چارو کې مداخله بللې ده.
دا اعلامیه چین ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر د مرستیال اسحاق ډار تر سفر او د ډار او چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يې تر لیدنې وروسته پرون (دوشنبه) خپره شوې ده.
دا اعلامیه داسې مهال خپرېږي چې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې لاهم عادي شوې نه دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ هر راز سوداګري بنده ده.