-
د ایران اسلامي جمهوریت دفاع وزیر: ۱۲ ورځنۍ جګړه د ایران د ملت د اقتدار او یووالي نښه وه
Sep 20, 2025 11:40پارس ټوډې - د ایران اسلامي جمهوریت د دفاع او د وسله والو ځواکونو د ملاتړ وزیر، ۱۲ ورځنۍ جګړه د ملي درېدنې او د ملاتړو بنسټونو د یووالي د یوې بېلګې په توګه وبلله.
-
ټرمپ: له افغانستان سره د بګرام هوایي اډې په اړه خبرې کوو
Sep 20, 2025 10:27د امریکا ولسمشر وایي چې دی له افغانستان سره د بګرام د هوایي اډې د بیرته نیولو په تړاو خبرې کوي.
-
د افغان طالبانو ویاند: افغانستان په پاکستان کې د ناامنۍ غوښتونکی نه دی
Sep 20, 2025 10:16د افغان طالبانو د حکومت ویاند د پاکستان دفاع وزارت د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې افغانستان له پاکستان سره د ورورولۍ د اړيکو ساتل غواړي.
-
اردوغان: قدس د ټول بشریت عزت او کرامت دی
Sep 20, 2025 10:02پارس ټوډې - د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان اعلان وکړ چې ترکیه چمتو نه ده چې د قدس حتی یوه تیږه هم اسرائیلو ته وسپاري.
-
اسرائیلو ته د انصارالله سخت خبرداری: له صنعا مخکې، ایلات وژغورئ
Sep 20, 2025 09:49پارس ټودې - د یمن د انصارالله غورځنګ د سیاسي دفتر غړي د کښتیو په بیرته نیولو کې د اسرائیلو ناتوانۍ ته په اشارې سره، د صنعا اشغال یې یو لرې خوب وباله.
-
د مصر مفتي وائي؛ قرآن د کلتورونو اختلاف د ملګرتیا لپاره یو فرصت ګڼي
Sep 20, 2025 02:39د مصر مفتي زیاته کړې: اسلامي تمدن د پیړیو په اوږدو کې ثابته کړې چې ریښتینې پراختیا د پوهې، علم، دیني او اخلاقي ارزښتونو پر ترکیب ولاړه ده. لوي ښارونه لکه سمرقند، بخارا، بغداد، دمشق او قاهره وده وکړه، چیرې چې اقتصاد له کلتور سره او روح له پوهې سره یوځای شو. دا تمدنونه د بشر مشترکو میراثونو په جوړولو کې رول ولوباوه چې د بشري وجدان غني کوي.
-
د افغانستان طالبان هیڅکله هم د بګرام هوائي ډګر کنټرول چا ته نه ورکوي
Sep 20, 2025 02:35د افغانستان د طالبانو حکومت د امریکا د کرغیړن ولسمشر دونالد ټرمپ هغې ادعا ته غبرګون ښودلی چې ویلي ئې دي د بګرام پوځي هوائي ډګر د بیا کنټرولولو هڅه کوي او د داسې یوې موضوع د رامینځته کیدو امکان ئې په کلکه رد کړی دی.
-
له ایران سره د اوږدمهاله اړیکو ساتل د پاکستان د بهرنۍ پالیسۍ ثابت رکن دی
Sep 20, 2025 02:31شفقت علي خان په اسلامآباد کې د خپلې اوونیزې خبري ناستې په ترڅ کې، د ایران او امریکا ترمینځ د تاؤتریخوالو د ختمولو لپاره د پاکستان د رول او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له خپل امریکائي سیال سره د پرلهپسې خبرو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: تاسو ټولو د وروستیو تاؤتریخوالو په اړه(د اسرائیلو د تیریو له امله) د پاکستان دریځ لیدلی دی.
-
که ضرورت شو،نو پاکستان به خپل ایټمي ظرفیّت عربستان ته ورکړي
Sep 20, 2025 02:27د پاکستان او سعودي عربستان ترمینځ د نوي دفاعي تړون له لاسلیک وروسته، د پاکستان دفاع وزیر ویلي چې د اړتیا په بڼه کې به د دغه هیواد ایټمي ظرفیتونه ریاض ته ورکړل شي.
-
د ټرمپ لخوا د افغانستان د بګرام هوائي ډګر د بیا نیولو تصورملنډه ده
Sep 20, 2025 01:43د امریکا د ملي امنیت شورا پخوانۍ غړې ویلي چې دافغانستان طالبان به هیڅکله هم د د بګرام هوايي ډګر ته امریکائي عسکرو ته د بیا ستنیدو اجازت ورنه کړي او د ټرمپ د دغې اډې د بیا نیولو په اړه خبرې تشه ملنډه ده .