-
ایا له طالبانو سره د پاکستان اړیکې نورې هم ترینګلې کیږي ؟
Dec 28, 2024 11:06د پاکستان لومړی وزیر د افغانستان له سرپرست حکومت سره د ترهه ګرۍ پر ضد خبرو اترو ته د خپل هیواد د چمتووالی په اعلانولو سره، د تحریک طالبان پاکستان ترهګره ډله د اسلام آباد د سرې کرښې په توګه وګڼله او له کابله یې وغوښتل چې د ترهه ګرۍ په خلاف یوه مشخصه ستراتیژی عملی کړی
-
ملګرو ملتونو پر یمن د اسرائیلو د بریدونو دوام په اړه اندېښنه څرګنده کړه
Dec 27, 2024 11:19د ملګرو ملتونو سرمنشي پر یمن باندې د صهیونیسټي رژیم حملې د اندېښنې وړ وبللې او د دغو حملو د بندېدو غوښتنه یې وکړه.
-
سږکال له ۱۰ زرو ډېر کډوال اسپانیا ته د رسېدو په موخه مړه شوي
Dec 27, 2024 10:41په اسپانیا کې د کډوالو د حقونو یوه بنسټ ویلي چې سږکال له ۱۰ زره ډېر کډوال د سمندر له لارې دغه هېواد ته د رسېدو په هڅه کې مړه شوي دي.
-
د تحریر الشام ترهګرو په طرطوس او حمص کښې په معترضانو ډزې وکړې
Dec 26, 2024 04:17د «هیئت تحریر الشام» ترهګرو په هغو اعتراض کونکو ډزې کړې دي چې د یو مشهور علوي شخصیت د مزار له سپکاوي وروسته یې مظاهرې کړې وې.
-
موزمبیق کې د جنجالي ټاکنو له امله د تاوتریخوالي پېښو کې ۲۱ تنه وژل شوي
Dec 25, 2024 14:06د جنوبي افریقا هېواد موزمبیق کې له جنجالي ټاکنو وروسته تاوتریخوالی رامنځته شوی، چې له امله یې ۲۱ کسان وژل شوي دي.
-
که د پاراچنار یوازنۍستره لاره تر ۷۲ ساعتونو پورې خلاصه نه شي،نوټول پاکستان به بلاک کړي
Dec 25, 2024 02:54له پرون ناوخت راهسې د پاراچنار له مظلومو خلکو سره د خواخوږئ او همغږئ په خاطر د پاکستان په اسلام اباد،پنډئ ،کراچئ، لاهور ،فیصل آباد، آزادکشمیر ، جهنګ ، پشمول په لسګونو ښارونو کې پرلتۍ وهل شوي او پرلتۍ وهونکو کسانو اعلان کړی دی چې تر څو دپاراچنار ښار د مظلومو خلکو پرلتۍ وهنې روانې وي ،دوي به هم خپلو پرلتۍ وهنو ته دوام ورکړي.
-
په سورئې کې د وسلوالو ډلو د ړنګیدا او ددغه هیواد په دفاع وزارت کې ئې د یوځای کیدا په سر موافقه شوې
Dec 25, 2024 02:34تهران ریډیو – د سورئې د وسلوالو مخالفانو له ائيتلاف سره اړونده ډلو ټپلو استازو ددغه هیواد په دفاع وزارت کې ضم کیدا په باب سره موافقه کړې ده .
-
د اسلامی ایران ددریځ قدرت د اسلامی انقلاب له مکتبه راپورته شوی
Dec 25, 2024 02:31تهران ریډیو- د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر د ایران داسلامی جمهوریت د خبرواترو او دریځ قدرت د اسلامی انقلاب له مکتبه راپنځیدلی وباله او وې وئيل، ایران په هرډول شرائطو کې د خبرواترو دریځ درلودلی او د هغو په اساس حرکت کولی شي.
-
قطر له اسلامی ایران سره پخپلو اړیکو ویاړي
Dec 25, 2024 02:25تهران ریډیو- د قطر د خارجه وزارت ویندوي په یولړ څرګندونو کې ټينګار وکړ،دوحه د ایران له اسلامی جمهوریت سره پخپلو دوو اړخیزو اړیکو باندې افتخار کوي.
-
د پاکستان جنګي الوتکو د افغانستان په جنوبی ختیځ سخته بمباری وکړه
Dec 25, 2024 01:55د پاکستان د پوځ د افغانستان په جنوب ختیځ کې د پکتیکا ولایت په سرحدي سیمو باندې په هوائي حملې کې یو شمیر عامو خلکو ته چې ماشومان او ښځې هم پکې ترسترګو کیږي، مرګ ژوبلې اړولي دي.