د اسلامی ایران ددریځ قدرت د اسلامی انقلاب له مکتبه راپورته شوی
تهران ریډیو- د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر د ایران داسلامی جمهوریت د خبرواترو او دریځ قدرت د اسلامی انقلاب له مکتبه راپنځیدلی وباله او وې وئيل، ایران په هرډول شرائطو کې د خبرواترو دریځ درلودلی او د هغو په اساس حرکت کولی شي.
زمونږخبریال د ایرنا له قوله راپور راکړ، د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر عباس عراقچي د وسلوال پوځ د سیاسی مسئولانو په څوارلسم عمومي سمینار کې پخپلې وینا کې دې ته په اشارې سره چې د ؛نه ؛ توانمنیو وئيل او د ظلم او زیاتي او سلطه غوښتنې په وړاندې دریدا ، یو داسې دریځ دی چې د اسلامی انقلاب په بریالیتوب سره ئې بیا ځلا موندلې ده ووئيل؛د یوه مکتب په توګه د بې عدالتۍ او نیواکګرۍ او لاسوهنې په وړاندې د مقاومت اصل ، پخپله د قدرت یو داسې ظاهر دی چې هم پر نړیوالو حقوقو مشتمل دی او همه یوه انساني او اخلاقي طبیعي چاره ده.
د ایران خارجه وزیر ددې خبرې په کولو سره چې د یوه ډيپلوماټ رول، د هیواد دملی امنیت د ساتنې او دملی ګټو د تامینولو لپاره د هیواد د قدرت له مولفو او عنصرونو څخه لا ښه استفاده او بشپړ پيژندګلوي ده،روښانه کړه؛د هیواد د اقتدار رامینځةکونکو ټولو مولفو اصلی سرچینه ولس دی ، په همدې دلیل په هیواد کې د پيوستون او وفاق د ساتلو او پیاوړتیا لپآره بیاد هیڅ هڅه ونه سپموَل شي.