قطر له اسلامی ایران سره پخپلو اړیکو ویاړي
تهران ریډیو- د قطر د خارجه وزارت ویندوي په یولړ څرګندونو کې ټينګار وکړ،دوحه د ایران له اسلامی جمهوریت سره پخپلو دوو اړخیزو اړیکو باندې افتخار کوي.
ایرناخبری اژآنس د قطر قنا رسمي خبري آژانس له قوله راپور ورکړی دی ، د قطر د خارجه وزارت ویندوي ماجد بن محمد الانصاري پخپل اونیز خبری کنفرانس کې روښانه کړې ده ، د قطر او دایران داسلامی جمهوریت اړیکې اصولي او تل پاتې دی او دواړه لوری په سیمې کې د ګیسو په ځينو پروژو کې مشترک فعالیتونه کوي.
هغه وئیلي دي، مونږ د سیمې د پیښو په باب دوامدارې همفکرۍ سره لرو او د ایران له اسلامی جمهوریت سره پر خپلو اړیکو ویاړو. الانصاري په دوام کې د قطر او روسیې د اړیکو پّ باب هم ووئیل؛ مونږ له روسیې سره هم مثبتې اړیکې لرو او همدااوس خپلو کورنیو ته د ځینو هغو ماشومانو د رسولو په خاطر د روسیې او اوکراین ترمینځ په مینځګړیتوب بوخت یوو. چې د جنګ په وجه پخپلو کې سره جدا شوي دي.
هغه همداراز د نیواکي جولان په لوړو کې دښارګوټو جوړونې د پراختیا لپاره د صهیونیسټي رژيم دهڅو په باب هم ووئیل، قطر له دې مخکې هم په یوې اعلامیې کې دغه اقدام په سخته محکوم کړی دی. الانصاري زیاته کړې ده ، نړیواله ټولنه د صهیونیسټ رژیم له لمسؤنکو اقداماتو سره د مقابلې په خاطر د همغږئ پر ضرورت سربیره ،باید دسورئې په خاورې باندې دتیریو درولو ته د صهیونیسټي نیواکګر رژيم دمجبورولو په خاطر پر خپلو اخلاقي او انساني مسئولیّتونو او دندو عمل وکړي.