-
هرمز تنګی تړلی دی؛ تګ راتګ باید د ایران په همغږۍ ترسره شي
Oct 15, 2026 14:28پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د همغږۍ مرستیال ټینګار کړی چې هرمز تنګی تړلی دی او له دغه تنګي څخه هر ډول تګ راتګ باید د ایران په همغږۍ ترسره شي. هغه زیاته کړې چې د ایران وسلهوال ځواکونه پر دغې سیمې بشپړ کنټرول او څارنه لري.
-
د نړۍ په بازارونو کې د تېلو د بیو د لوړېدو بهیر دوام لري
Oct 12, 2026 09:46پارس ټوډې – د اونۍ د پاې په رخصتیو کښې عمان ته نزدې په هرمز تنګي کښې د دوو تیل وړونکیو کشتیو چاودیدو د نړیوال بازار اندیښنې زیاتې کړې دي او له امله یې د تیلو بیه لالوړه شوې ده.
-
پولیټیکولیکي؛اروپايي ټولنه به راتلونکی ژمی د ګاز له سخت کمښت سره مخ شي
Oct 10, 2026 14:25پارس ټوډې – د پولیټیکو خپرونې په یوه راپور کې، د امریکا د انرژۍ اقتصاد او مالي تحلیل د مؤسسې (IEEFA) د معلوماتو پر اساس لیکلي چې د اروپائي ټولنې غړي هېوادونه ښائي راتلونکی ژمی د طبیعي ګیسو له ۱۴ میلیارډ مکعب میترو پورې له کمښت سره مخ شي؛ دا اندازه د دوي د کلنۍ اړتیا کابو اووه سلنه جوړوي
-
په امریکا کې د تیلو بیّې،پر هرمز تنګي د ایران د حاکمیت ښودنه کوي
Oct 06, 2026 12:56پارستودي ـ د ایران د اسلامي شورا لومړي مرستیال وویل: پر هرمز تنګي د تګ راتګ خلاصون یا تړل کېدل ،بېځایه ټویټونه، بلکې د امریکا د تیلو د بیّو ښودونکي سکرینونه ټاکي.
-
ایران له پاکستان سره د ملګرتیاو د ژورولو او پراخولو لپاره جدي هوډ لري
Sep 25, 2026 14:46پارسټوډې ـ د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر، د ایران او پاکستان ترمنځ ژورو تاریخي، کلتوري او عقیدتي اړیکو او مشترکاتو ته په اشارې سره په ټینګار سره وویل: د ایران اسلامي جمهوریت له پاکستان سره د دوهاړخیزو او څو اړخیزو همکاریو د ژورَولو او پراخولو لپاره جدي هوډ لري.
-
قالیباف بسنت ته؛د بانډونو د سود د کچې ریکارډ دې مبارک وي!
Sep 25, 2026 12:17پارسټوډې ـ د ایران د اسلامي شورا مشر د امریکا د حکومتي پورونو یا بانډونو د عاید د کچې د نوي ریکارډ په اړه غبرګون وښود.
-
ایران او پاکستان په سیمهییزو ظرفیتونو باندې په تکیې سره خپلې اړتیاوې پوره کولی شي
Sep 22, 2026 06:28د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان د ایران او پاکستان ترمنځ د دوهاړخیزو ملګرتیاؤ د پراختیا لپاره په پراخو ظرفیتونو په ټینګار سره، د سوداګرۍ، انرژۍ، ټوریزم، پانګونې او کلتوري او علمي تعاملاتو په برخو کې د تهران او اسلاماباد د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او وې ویل:د ګډو پانګونو په پراختیا او د اقتصادي ملګرتیاؤ په اسانتیا سره د دواړو هېوادونو اړیکې لا پسې ژورې کولی شو.
-
د جرمني د دفاع وزیرمنلې چې ایرانیان ډېر قدرتمند دي
Sep 22, 2026 05:32د جرمني د دفاع وزیر بوریس پیستوریوس په خپلو څرګندونو کې، په منځني ختیځ کې د شخړو او پر ایران د امریکا د تېري کوونکي او بېدلیله برید ته په اشارې سره وویل چې ایرانیان ډېر قدرتمند دي او په دفاع کې هم ډېر ښه عمل کوي.
-
ایران او افغانستان پخپلو کې تیلی ملګرتیاوې لا پراخوي
Sep 20, 2026 14:05زمونږخبریال راپور راکوي،د ايران د انرژۍ وزارت چارواکي وايي، له افغانستان سره د برېښنا او انرژۍ په برخه کې د همکاریو پراختیا ته چمتو دی او کولی شي افغانستان ته تر ۲۰۰۰ مېګاواټه پورې برېښنا برابره کړي.
-
خطاطي د ایران او افغانستان د ګډ فرهنګي میراث برخه ده
Sep 20, 2026 13:49زمونږ خبریال له کابله راپور راکړ، په افغانستان کې د ایران سفارت فرهنګي مسوول وايي، خطاطي د ایران او افغانستان ترمنځ د ګډ فرهنګي میراث یوه برخه ده او د دواړو هېوادونو د فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا زمینه برابرولی شي.