-
اسلامي نړۍ له سپکاوي رسونکو سره د چلند غوښتنه کوي
Mar 16, 2024 02:36ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په کراچۍ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سرکنسول «حسن نوریان» له اسلام څخه د خلکو او د هیوادونو د ویرولو ښکارنده د لویدیځو رسنیو او د استکباري قدرتونو په مدیریت سره یوه صهیونیسټي پروژه وبلله او ویې ویل اسلامي دنیا د نړیوالې ټولنې د چوپتیا د ختمیدا او د مسلمانانو سپیڅلتیاو ته له سپکاوي کونکو کسانو سره د چلند کولو غوښتنه کوي.
-
د یمن عسکرو د امریکا په جنګي بیړۍ برید کړی
Mar 16, 2024 01:47زمونږ خبریال راپور راکړی د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع په سور سمندر کښې د امریکا په یوې جنګي بیړۍ د برید خبر ورکړ.
-
امریکا د هر ډول بشري حقونو د سرغړونې اصلي تورنه ده
Mar 15, 2024 11:41د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل: د بشریت د وجدان او د نړۍ د عامه افکارو له آنده، د صهیونیسټي رژیم په تجهیز او سمبالولو کې د ګډون له امله، امریکا د هر ډول بشري حقونو او قوانینو په نقضولو کې اصلي تورنه ده.
-
د افغانانو لپاره دې د کډوالۍ ویزو شمېر زیات شي
Mar 15, 2024 09:21د امریکا ۱۲ جمهوري غوښتونکو او ډیموکراتو سناتورانو د کانګرس له لوړ پوړو چارواکو غوښتي، چې د هغو افغانانو لپاره دې د کډوالۍ ویزو شمېر زیات کړي، چې د امریکا له دولت سره یې کار کړی دی.
-
د غزې د شهیدانو شمیر د تمدن د ادعا کونکي نړۍ لپاره شرم دی
Mar 15, 2024 01:43ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د یمن د انصار الله غورځنګ مشر سید عبدالملک بدرالدین الحوثي پرون په یوې وینا کښې وویل د فلسطین په غزې تړانګه کښې د شهیدانو او د ژوبلو کسانو شمیر د داسې دنیا لپاره چې د تمدن ادعا کوي شرم ګڼل کیږي.
-
امریکا په فارس خلیج کښې د ویلو لپاره هیڅ نلري
Mar 15, 2024 00:40تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د سمندري ځواک د دوهمې سیمې قومندان سردار سرتیپ « حیدر هنریان مجرد» په شهید سلیماني جنګي بیړۍ سره په اوقیانوسیو کښې د ایران د قدرت د ښودلو خبر ورکړ او ویې ویل امریکا په فارس خلیج کښې د ویلو لپاره هیڅ نلري.
-
د فلسطینیانو نسل کشۍ د غمیزې خطر رامینځته کړی
Mar 13, 2024 07:10ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو وزیر «حسین امیر عبداللهیان» وویل د فلسطین په غزې تړانګه کښې د نسل کشۍ دوام د پیړۍ د ترټولو بې مخینې غمیزې د رامینځته کیدا خطر رامینځته کړی دی.
-
قرآنکریم فلسطینیانو ته سکون او صبر ورکوي
Mar 13, 2024 11:26پارس ټوډې - فلسطیني خبریال "ربيع ابو نقیره" په انسټاګرامي پوسټ کې د جګړې له سختو شرایطو سره سره، په رفح کې د قرآنکریم د حفظ کولو لپاره د ماشومانو د هڅو ستاینه کړې ده.
-
چین، روسیه او ایران امریکايي نړیوال نظم ننګوي
Mar 13, 2024 09:43پارس ټوډې – د امریکا د استخباراتي ادارو مشرانو په یوه راپور کې د ایران اسلامي جمهوریت، روسیه او چین په نړۍ کې د امریکا د تسلط منتقدین بللي دي.
-
امریکا باید له اسرائیلو سره مرستې بندې کړي
Mar 13, 2024 09:40زمونږ خبریال راپور راکړی د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف د سرپرست حکومت له چارواکو سره په کتنه کې ويلي چې هېواد يې چمتو دی چې له افغانستان سره د اقتصادي او کرنیزو پروژو د تطبیق په برخه کې خپلې تجربې شریکې کړي.