د فلسطینیانو نسل کشۍ د غمیزې خطر رامینځته کړی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو وزیر «حسین امیر عبداللهیان» وویل د فلسطین په غزې تړانګه کښې د نسل کشۍ دوام د پیړۍ د ترټولو بې مخینې غمیزې د رامینځته کیدا خطر رامینځته کړی دی.
هغه د ملګروملتونو، د اسلامي ملګرتیا موسسې سرمنشیانو ، د امنیت شورا مشر او د اسلامي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ته په لیکونو کښې د فلسطین د بدلونونو په هکله وویل په دغو شرایطو کښې چې د ویټو په سرزوري حق سره د امنیت شورا له هر ډول اغیز شیندونکي اقدام څخه د امریکا د قصدي او د کامل ښکاره مخه نیولو په دلیل د فلسطین په لویدیځې غاړې او د غزې تړانګې پرضد د جنګ په بندولو کښې د ملګروملتونو د امنیت شورا د ناتوانۍ د دوام کتونکي یوو د فلسطین له خلکو څخه د ملاتړ لپاره د نړیوالې ټولنې لخوا د جدي اقداماتو د غوره کولو او د عملي لارو چارو موندل، د غزې تړانګې پرضد د پوځي حملو سمدستي بندول او له روان ناوړه حالت څخه وتل ضروري دي.
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د غزې تړانګې په کامل ډول کلابند کولو او هلته د مرستو د استولو په مخه نیولو کښې د اسرائیلو د رژیم یو خطرناک هدف د ټولنیزو او د مدني ناوړه شرایطو رامینځته کول او د فلسطیني هویت او د ژوند د ټول اثارو له مینځه وړل او ددغه سیمې د وسیدونکو په زوره کوچول دي او دا خبره ثابتوي چې اسرائیلو جنایتکار رژیم په قصدي ډول د فلسطین د ملت او د هویت د کاملې نابودۍ سیاست تعقیبوي.
د ایران اسلامي جمهوریت د اسلامي انقلاب د بریالیتوب له لومړیو څخه د نړۍ د ازادي غواړو ملتونو په تیره بیا د فلسطین د مظلوم ملت پراخ ملاتړونه کړي دي او په دې لړ کښې د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه لخوا د قدس د ورځې په توګه د روژې د مبارکې میاشتې د اخري جمعې نومول د دغه کار عیني شاهد دی.