-
د ایران نمایندګۍ د تهران پرضد د دروغو د خپرولو لپاره له امنیت شورا څخه د امریکا د ناوړه استفادې په هکله خبرداری ورکړ
May 20, 2026 05:39ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت نمایندګۍ وویل امریکا له امنیت شورا څخه د ایران د اسلامي جمهوریت او د هغه د اټومي پروګرام په هکله د ناسمو تورونو او د دروغو د خپرولو لپاره ناوړه استفاده کوي.
-
بقايي: د ایران د میناب د ښوونځي د برید په اړه د امریکا ادعا بې بنسټه او انحرافي ده
May 20, 2026 04:00ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند «اسماعیل بقايي» په ایکس پاڼه کښې د یوه پیغام په خپرولو سره د ایران په میناب ښوونځي باندې د حملې په هکله د امریکا د پوځ د مرکزي قومندنۍ سینټکام ادعا کاملا بې اساسه او انحرافي وبلله.
-
پزشکیان: ایران په هېڅ ډول د هېواد له قانوني حقونو شاتګ نه کوي
May 19, 2026 13:16پارس ټوډې – د ایران ولسمشر ولیکل: د ایران اسلامي جمهوریت په عزت، اقتدار او د ملت د حقونو په ساتلو سره خبرو اترو ته داخلېږي او په هېڅ ډول د خلکو او هېواد له قانوني حقونو شاتګ نه کوي.
-
کروواشیا د صهیونیسټي رژیم د نوي سفیر له تایید څخه ډډه وکړه
May 19, 2026 16:03پارس ټوډې – د کروواشیا ولسمشر، د صهیونیسټي رژیم د سیاستونو په ځانګړې توګه پر غزې د جګړې په اعتراض کې، په زاګرب کې د دغه رژیم د نوي سفیر له تایید څخه ډډه وکړه.
-
له ایران سره جنګ نه غواړي ؛ اسرائیل یوازې پاتې شوی
May 19, 2026 15:00د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف په اسلامآباد کې د جیو نیوز ټيلیویژني چینل په یوه سیاسي پروګرام کې وویل: ما په بیشکک کې د شانګهای ملګرتیا موسیسې د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو د غونډې په څنډې کې د ایران د اسلامي جمهوریت له پلاوي سره ولیدل، هغوی ډېر پیاوړی هوډ او لوړه روحیه لري، او مونږ د دې قدرداني کوو چې ایران د ډیپلوماسۍ د پرمخ بېولو لپاره پر پاکستان باور لري.
-
د پاکستان نوی سفیر وائی ؛له ایران سره به د پاکستان مثبت بهیر وساتل شي
May 19, 2026 14:37د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند دفتر د عامه اړیکو له مخې، په ایران کې د پاکستان نوي ټاکل شوي سفیر عمران احمد صدیقي نن تهران ته له تلو مخکې په اسلامآباد کې د پاکستان د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر سناتور محمد اسحاق دار سره وکتل.
-
امریکائي خپرونې او له ایران سره په جنګ کې د ټرمپ لپاره د ناکامیو د لړئ دوام (تفسیر)
May 19, 2026 14:01د امریکا زیاتره خپرونو او ورځپاڼو د ایران پر ضد په جنګ کې د امریکا د ولسمشر د ؛بریا» ادعا تر پوښتنې لاندې راوستې او لیکلي ئې دي چې ددغه جنګ په تر ټولو ښه حالت کې نتیجه انډولیزه ښکاري، خو حتی په همدې مساوي حالت کې هم تهران د خپلو موخو په ترلاسه کولو کې د ټرمپ او د هغه د ټیم په نسبت ډېر بریالی عمل کړی دی. البته ډيری کارپوهان او شناندي دغه انډولیزه نتیجه د ټرمپ او د هغه د ټيم ناکامي ګڼي،بلکې دغې ناکامئ نه یوازې د امریکا لپاره، بلکې په منځني ختیځ او اروپا کې هم د امریکا د متحدینو لپار
-
شیخ زکزاکي: د شهید امام خامنهيي وینه به د صهیونیسټانو ګرېوان ونیسي
May 19, 2026 13:30پارس ټوډې – د نایجریا د اهل تشیع رهبر وویل: شهید امام خامنهيي او د هغه پاکه وینه به د صهیونیسټي سرطاني رژیم ګرېوان ونیسي.
-
د ایران د پارلمان د ملي امنیت د کمیسیون ویاند: د ایران پر وړاندې هر ډول تېری به له ډېر پیاوړي ځواب سره مخ شي
May 19, 2026 13:10پارس ټوډې – د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت کمیسیون ویاند ټینګار وکړ چې د ایران پر ضد هر ډول نوی تېری به له لا قوي ځواب سره مخ شي او ټرمپ به لا ډېر شرمنده کړي.
-
ټرمپ یو ځل بیا شاتګ وکړ
May 19, 2026 12:50پارس ټوډې – د امریکا ولسمشر تېره شپه د څویم ځل لپاره د ایران پر ضد خپل ادعا شوی پوځي برید لغوه کړ.