ټرمپ یو ځل بیا شاتګ وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i173082-ټرمپ_یو_ځل_بیا_شاتګ_وکړ
پارس ټوډې – د امریکا ولسمشر تېره شپه د څویم ځل لپاره د ایران پر ضد خپل ادعا شوی پوځي برید لغوه کړ.
(last modified 2026-05-19T08:22:24+00:00 )
May 19, 2026 12:50 Asia/Kabul
  • ټرمپ یو ځل بیا شاتګ وکړ

پارس ټوډې – د امریکا ولسمشر تېره شپه د څویم ځل لپاره د ایران پر ضد خپل ادعا شوی پوځي برید لغوه کړ.

د پارس ټوډې د راپور له مخې؛ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا ځل ادعا وکړه چې د ایران پر ضد یې پوځي اقدام د سعودي، اماراتو او قطر د مشرانو په غوښتنه، تر دې عنوان لاندې چې له ایران سره جدي مذاکرات روان دي، درولی دی.

د امریکا ولسمشر د خپل شاتګ د توجیه لپاره ادعا وکړه: د قطر امیر تمیم بن حمد آل ثاني، د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان آل سعود، او د متحده عربي اماراتو رئیس محمد بن زاید آل نهیان، له ما غوښتي چې د ایران د اسلامي جمهوریت پر ضد “زموږ پلان شوی پوځي برید” وځنډوم، ځکه چې جدي مذاکرات روان دي.

ټرمپ زیاته کړه: د هغوی په اند، د سترو مشرانو او متحدانو په توګه، داسې یوه موافقه به ترلاسه شي چې د امریکا متحده ایالاتو او همدارنګه د لوېدیځې آسیا د ټولو هېوادونو او تر هغې هاخوا لپاره به ډېره د منلو وړ وي.

د امریکا ولسمشر په دوام کې، سره له دې چې ایران اعلان کړی په دې پړاو کې د اټومي موضوع په اړه خبرې نه کوي، ادعا وکړه چې له ایران سره احتمالي موافقه به د ایران له اټومي وسلې نه ترلاسه کولو سره تړاو ولري.

ټرمپ د ایران پر ضد د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه د خپلو غوښتنو د پوره کېدو لپاره ۵ ضرب الاجلونه ټاکلي وو چې په هر پړاو کې د ایران له نه پاملرنې وروسته، د خپل ادعا شوي ضرب الاجل له پای ته رسېدو څو ساعته مخکې، په پلمو جوړولو سره له خپله ګواښه شاتګ کړی دی.