-
یونیسف: میلیونونه ماشومان په بحرانونو کې له خپلو عمرونو پورته فشارونه زغمي
Jan 05, 2026 02:49د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) اعلان کړی چې میلیونونه ماشومان په بحرانونو کې ژوند کوي چې ماشومتوب یې ترې اخیستی او له خپلو عمرونو پورته پېټي يې پر اوږو بار شوي دي.
-
جنرال موسوي: فراجا به د خلکو په ملتیا سره بلواګر پر خپل ځای کښېنوي
Jan 05, 2026 02:45د ایران د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز وویل: فراجا به د خلکو په مرسته بلواګر پر خپل ځای کښېنوي، او ایرانیان به د خپل انقلابي چلند له لارې هغو کسانو ته سخت ځواب ورکړي چې له دې ملت سره په درناوي خبرې نه کوي.
-
پر ونزوئلا د امریکا د برید د تلفاتو شمېر ۸۰ کسانو ته لوړ شو
Jan 05, 2026 02:35د ونزوئلا یوه لوړپوړي چارواکي اعلان وکړ چې پر دې هېواد د امریکا د برید د قربانیانو شمېر ۸۰ کسانو ته رسېدلی دی. یاد چارواکي زیاته کړه چې د دې برید په وژل شویو کې ملکي وګړي او همدارنګه د ونزوئلا امنیتي ځواکونه شامل دي. هغه همدارنګه وویل چې د تلفاتو شمېر ښايي نور هم زیات شي.
-
مادورو او د هغه مېرمن به نن د دوشنبې په ورځ د نیویارک په فدرالي محکمه کې حاضر شي
Jan 05, 2026 02:26د امریکا د متحدو ایالتونو د نیویارک د جنوبي ناحیې د فدرالي محکمې یوه ویاند اعلان وکړ چې نیکولاس مادورو او د هغه مېرمن به د ځايي وخت له مخې نن د دوشنبې په ورځ غرمه په فدرالي محکمه کې حاضر شي.
-
ایران له افغانستان سره د تېلو چاڼ برخه کې همکارۍ ته لېوالتیا ښودلې
Jan 05, 2026 02:19په بلخ کې د ایران سرقونسل ویلي، هېواد یې چمتو دی چې له افغان سوداګرو سره د تېلو د چاڼ په برخه کې همکاري وکړي.
-
د سیمې د سولې او ثبات لپاره د ایران او عراق همکاري
Jan 05, 2026 01:57پارس ټوډې – د عراق له ولسمشر سره د ایران د سفیر په لیدنه کې، دواړو لورو د سیمې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د همغږۍ پر دوام ټینګار وکړ.
-
ایران په تېره اونۍ کې
Jan 04, 2026 09:29د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د ایران په تېره اونۍ کې له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي.
-
امام خامنه يي: له معترض سره خبرې کوو خو ګډوډيکوونکي باید په خپل ځای کېنول شي / ټولې نړۍ امریکا وپېژندله
Jan 03, 2026 13:33پارس ټوډې - حضرت آیتالله خامنهیي ټینګار وکړ: موږ د دښمن پر وړاندې شاتګ نه کوو او پر الله تعالی په توکل او د خلکو پر ملتیا په ډاډ سره، دښمن به په ګونډو کړو.
-
د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران: ټرمپ د ایران د بېثباته کولو په لټه کې دی
Jan 03, 2026 14:00پارس ټوډې – د اسلامي انقلاب سپاه پاسدارانو په یوه اعلامیه کې ټینګار کړی: د امریکا ولسمشر، چې د شهید سلیماني قاتل دی، نن هم هڅه کوي چې د شهید سلیماني له ترور څخه تر ناکامۍ وروسته، لوی او خپلواک ایران د بېثباتۍ او د امنیت د له منځه وړلو له لارې تسلیمۍ ته اړ کړي.
-
د ایران د بهرنیو چارو وزارت: د ونزویلا پر وړاندې د امریکا یرغل نړیوالې سولې ته ګواښ دی
Jan 03, 2026 11:51پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د ونزویلا پر وړاندې د امریکا پوځي یرغل په کلکه وغانده.