سردار شکارچي: د امریکا تش په نامه قدرت باندې باور مه کوئ
پارس ټوډې – د ایران د وسله والو ځواکونو لوړپوړي ویاند اسلامي هېوادونو ته په خطاب کې وویل: په اسلامي ایران او مسلمانو خلکو باندې باور وکړئ.
د پارس ټوډې د راپور له مخې؛ د ایران د وسله والو ځواکونو لوړپوړي ویاند سردار ابوالفضل شکارچي د اسلامي هېوادونو مشرانو ته په خطاب کې وویل: په اسلامي ایران او مسلمانو خلکو باندې باور وکړئ او د امریکا او صهیونیسټي رژیم په رهبرۍ د کفر، شرک او نفاق پر وړاندې د اسلامي نړۍ د یووالي لپاره، سره یوموټي شئ.
نوموړي زیاته کړه: د امریکا تش په نامه قدرت باندې باور مه کوئ، هغه امریکا چې حتی د خپل لړزانده پوځ د دفاع توان نه لري، وبه نه توانېږي چې د سېمې او د مسلمانو هېوادونو امنیت ټینګ کړي.
د ایران د وسله والو ځواکونو لوړپوړي ویاند څرګنده کړه: د امریکا ترټولو ستره جنګي بېړۍ آبراهام لینکلن، چې د هغې په نوم سره یې وحشت رامنځته کولو او د مسلمانانو سرچینې یې لوټلې، د ایران د مسلمان هېواد د قدرت په وسیله له عملیاتي مداره وویستل شوه او په تاریخي ماتې سره، تېښتې ته اړه شوه او ماته یې په تاریخ کې تلپاتې شوه.