نعیم قاسم: د اوږدې جګړې او مخامختیا لپاره چمتو یو
پارس ټوډې – د لبنان د حزب الله عمومي منشي شیخ نعیم قاسم اعلان وکړ: موږ خپل ځانونه د یوې اوږدې جګړې او مخامختیا لپاره چمتو کړي دي.
د پارس ټوډې د راپور له مخې؛ د لبنان د حزب الله عمومي منشي شیخ نعیم قاسم په خپلو خبرو کې د فلسطین اشغال د فلسطین ملت ته ترټولو ستر تاریخي ظلم وګڼلو او وویل: هغه یرغلګري چې صهیونیسټي او امریکايي دښمن یې د سېمې او نړۍ پر وړاندې ترسره کوي، په حقیقت کې د هماغه ناوړه سرطاني غدې پایله ده؛ هغه سرطاني غده چې له ۷۰ کلونو ډېر وخت کېږي چې اجازه یې نه ده ورکړې چې دا سېمه آرامښت او ثبات ته ورسېږي.
نعیم قاسم په پای کې د دې په بیان سره چې د حزب الله مبارزان هغه شهادت غواړي دي چې له مرګ څخه وېره نه لري او له دښمن سره په مستقیم ډول او مخامخ جګړې ته چمتو دي، ټینګار وکړ، موږ خپل ځانونه د یوې اوږدې مخامختیا لپاره چمتو کړي دي او دوی به د جګړې په ډګر کې غافلګیره شي.