-
بروجردي: که د لبنان حزب الله نه وای، نن به صهیونیسټي رژیم به بیروت کښې و
Jun 07, 2026 06:24پارس ټوډی- د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت د کمیشن غړي د ایران نخلاف د لبنان د ولسمشر او وزیراعظم د وروستیو تورونو په غبرګون کښې وویل: د لبنان د حزب الله په دفاعي رول باندې سترګې پټول، د صهیونیسټي رژيم د پراختیاغواړو دسیسو په وړاندې د ماتې منلو په معنا دي.
-
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د صهیونیسټي دښمن پر ضد د لبنان د حزب الله ۳۲ عملیاتونه
Jun 06, 2026 12:10پارس ټوډې – د لبنان د حزب الله غورځنګ اعلان کړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د صهیونیسټي رژیم د اهدافو پر وړاندې ۳۲ عملیاتونه ترسره کړي دي.
-
اسرائیلو د لبنان په جنوب کښې په یوه ښوونځي د توپونو ډزې وکړې
Jun 06, 2026 04:43ایرنا خبري اژانس راپور راکړی خبري سرچینو وویل د صهیونیسټ رژیم پوځ د لبنان په جنوب کښې په یوه ښوونځي باندې د توپونو ډزې کړي دي.
-
شیخ نعیم قاسم: غرب او امریکا نه غواړي چې ایران د استقامت او عدالت سمبول ووسي
Jun 05, 2026 06:18د لبنان د حزب الله عمومي منشي د امام خمیني(رج) د وفات د اووه دیرشمې کلیزې په مناسبت خپلې وینا کښې، د ایران له ملاتړونو په مننې سره وویل چې لویدیځ او امریکا نه غواړي چې ایران د استقامت او عدالت مثال او بیلګه ووسي.
-
د اوربند د موافقې له اعلان سره سره د لبنان په جنوب باندې د اسرائیلو تیري دوام لري
Jun 04, 2026 11:18ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت لخوا د لبنان او د صهیونیسټ رژيم ترمینځ د اوربند د اجرا لپاره د موافقې له اعلان سره سره د لبنان د جنوب په بیلابیلو سیمو باندې د صهیونیسټ رژيم د جنګي الوتکو او د بې پایلوټه الوتکو بریدونه هماغه راز دوام لري او په تیرو څو ساعتونو کښې په یوشمیر نورو ملکي وګړو او مرستندویه ځواکونو باندې هم حملې شوي دي.
-
حزب الله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د صهیونیسټانو پر مورچلو ۱۳ عملیات ترسره کړي
Jun 03, 2026 14:16پارس ټوډې – د لبنان حزب الله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د لبنان دننه د صهیونیسټي رژیم د هدفونو پر وړاندې ۱۳ عملیات ترسره کړي دي.
-
غریبآبادي: امریکا پر لبنان د صهیونیستي رژیم په تېریو کې مستقیم رول لري
Jun 03, 2026 06:32پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال وویل: د امریکا د ولسمشر هغه ادعا چې ګواکې د صهیونیسټي رژیم لومړی وزیر ئې پر بیروت له پراخ بریده منع کړی، په حقیقت کې د دغه رژیم په تېریو کې د واشنګټن د مستقیم رول څرګندونه کوي.
-
د لبنان پر ضد د جنګ د پراخولو لپاره د اسرائیلو موخې څه دي؟
Jun 03, 2026 06:28پارس ټوډې – صهیونیستي رژیم لا هم پر لبنان خپلو بریدونو ته دوام ورکوي. په وروستیو شپو ورځو کې ئې دا ګواښ هم وکړ چې د بیروت په سویلي سیمې کې (ضاحیه) به برید وکړي او له خلکو ئې وغوښتل چې له دې سیمې ووځي.مهمه پوښتنه دا ده چې صهیونیسڼي رژیم ولې د لبنان پر ضد د بحران او جنګ د لا پراخولو هڅه کوي؟
-
د لبنان د حزب الله عمومي منشي؛ امام خامنه ا ي زمونږ د جهاد پشتیباني وکړه
Jun 03, 2026 05:33پارس ټوډې – د لبنان د حزب الله ولسی مبارز غورځنګ عمومي منشي وویل: زمونږ لپاره له الهي توفیقونو څخه دا وه چې امام خامنه ا ي (قدس سره) هغه مهال چې د ایران ولسمشر ؤ، د حزب الله د چارو څارنه ئې پر غاړه درلوده او له رهبرۍ منلو وروسته ئې هم د خپلې ځانګړي پاملرنې له مخې زمونږ اړتیاوې پوره کړې، زمونږ شرعي پوښتنو (استفتائاتو) ته ئې ځوابونه راکړل او زمونږ د جهاد ملاتړ ئې وکړ.
-
الاخبار: حزب الله د اسرائیلو د اړم دباو شنډ کړ/ د ایران په سیاسي او پوځي ورګډیدا سره د معادلې بدلیدل
Jun 02, 2026 13:33پارس ټوډې – «الاخبار» ورځپاڼې ولیکل: د لبنان حزب الله غورځنګ په لبنان کښې د نوي سیاسي او د میداني حالت د تپلو لپاره د امریکا د ملاتړ په سیوري کښې د اسرائیلو رژیم له هڅې سره سره د اسرائیلو پرضد خپل بریدونه زیات کړل او د تل اویو د دباو اړم یې شنډ کړ.