• د حضرت ابوالفضل العباس (ع) زوکړه دې تاسو ټولو ته مبارک وي

    د حضرت ابوالفضل العباس (ع) زوکړه دې تاسو ټولو ته مبارک وي

    Feb 03, 2025 06:29

    نن د دوشنبې ورځ د ۲۰۲۵میلادي کال د فبرورۍ ۳ یمه او د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د شعبان د مبارکې میاشتې ۴مه نېټه ده، چې د حضرت ابوالفضل العباس (ع) د نېکمرغه زوکړې له کلیزې سره سمون خوري.

  • د ایران د کلتوري خونو په زیار بیلابیلو هیوادونو کښې د پلار د مقام لمانځل

    د ایران د کلتوري خونو په زیار بیلابیلو هیوادونو کښې د پلار د مقام لمانځل

    Jan 16, 2025 11:45

    پارس ټوډي – د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د ځايي ناستي او وصي حضرت علي علیه السلام له نیکمرغه زوکړې سره په یووخت د پلار د مقام د درنښت مراسم د نړۍ په څو هیوادونو کښې د ایران د کلتوري سلایارانو او سفیرانو په هڅې سره ترسره شول.

  • د حضرت بي بي فاطمةُ الزهرا (س) د شهادت تسلیت ومنئ

    د حضرت بي بي فاطمةُ الزهرا (س) د شهادت تسلیت ومنئ

    Dec 05, 2024 05:23

    نن د ۱۴۴۶هجري قمري کال د جمادي الثاني ۳یمه چې د ۲۰۲۴ میلادي کال د ډسمبر له ۵مې نېټې سره سمون خوري، د اسلام د ګران پیغمبر (ص) لور او د حضرت امام علي (ع) د ګرانې مېرمنې حضرت بي بي فاطمة الزهرا (س) د شهادت ورځ ده.

  • د رڼا سرچینې (۱۳۶) دروغجن ادعا کوونکي

    د رڼا سرچینې (۱۳۶) دروغجن ادعا کوونکي

    Nov 29, 2024 05:11

    د مکې مشرکانو که څه هم د بتانو عبادت یې کولو، د خپل وخت د پیغمبرانو پر وړاندې د پخوانیو امتونو د چلند غندنه یې هم کوله. کله چې دوی اورېدل چې پخوانيو امتونو، د خپل پېغمبر له امرونو څخه سرغړونه کړې، يا د هغه پر وړاندې درېدلي دي، نو حيران شول او له ځان سره يې ويل: کاش موږ د تېرو امتونو پر ځاى واى او له پېغمبرانو سره مو مرسته کړې واى.

  • د رڼا سرچینې (۱۲۴) د مؤمنانو او فاسقانو نابرابري

    د رڼا سرچینې (۱۲۴) د مؤمنانو او فاسقانو نابرابري

    Oct 25, 2024 05:00

    دوستانو په دې مطلب کې، د سجدې سورت د ۱۸ آیت شأن نزول څېړو. د عثمان بن عفان  میرنی(ناسکه) ورور ولید بن عُقبَه بن ابي‌معیط، د هغو کسانو له جملې څخه وو، چې رسول ا.. مبارک یې ډېر ځوراوه. د هغه د پلار نوم عُقبة بن ابي معیط، د پیغمبر له ۷ سرسختو دښمنانو څخه دی. عُقبة د حضرت رسول له سترو دښمنانو څخه وو او د هغه حضرت پر وړاندې یې ډېر سپین سترګي او تکبر کاوه.

  • د رڼا سرچینې (۱۱۲) مؤمنان د پیغمبر د ملاتړ تر چتر لاندې

    د رڼا سرچینې (۱۱۲) مؤمنان د پیغمبر د ملاتړ تر چتر لاندې

    Sep 09, 2024 13:27

    د رسالت له پيل څخه درې کاله وروسته د خدای ګران رسول (ص)، د خاموشۍ مُهر مات کړ او له افرادو سره يې د شخصي تماسونو لپاره، عامه دعوت ته لاره هواره کړه. حضرت د شخصي تماسونو له لارې په دې توانېدلی وو، چې یوه ډله د حق لارې ته هدایت کړي، خو هېڅکله دا بریا د ده وروستۍ هیله نه وه. له دې امله؛ یوه ورځ د صفا په غره کې پر یوې لوړې ډبرې ودرېد، او په لوړ آواز سره یې وفرمایل: یا صباحاه! عربان د صباحا کلمه د خطر د زنګ په توګه کارويو ترڅو خلک خبر کړي.

  • د حسیني عاشورا په مناسبت زموږ تسلیت او تعزیت ومنئ

    د حسیني عاشورا په مناسبت زموږ تسلیت او تعزیت ومنئ

    Jul 16, 2024 07:34

    نن د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې لسمه نېټه ده، چې د حسیني عاشورا او د حضرت امام حسین (ع) د شهادت له کلیزې سره سمون خوري.

  • د غدیرِ خُم نېکمرغه اختر مو مبارک شه

    د غدیرِ خُم نېکمرغه اختر مو مبارک شه

    Jun 25, 2024 12:57

    نن (سه شنبه) د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ذي الحجې د میاشتې اتلسمه نېټه، چې د ۲۰۲۴ کال د جون له ۲۵ مې نېټې سره سمون لري، د مسلمانانو د ستر اختر په توګه د غدیرِ خُم د نېکمرغه اختر ورځ ده.

  • د غدیر خُم د اختر په درشل کې د پیغمبر اکرم (ص) د ځای ناستي حضرت امام علي (ع) د حرم تیارول + انځورونه

    د غدیر خُم د اختر په درشل کې د پیغمبر اکرم (ص) د ځای ناستي حضرت امام علي (ع) د حرم تیارول + انځورونه

    Jun 22, 2024 15:48

    پارس ټوډې – د پیغمبر اکرم (ص) د ځای ناستي او د نړۍ د اهل تشیع د لومړي امام، حضرت امیرالمومنین علي علیه السلام د سپېڅلې حرم د ساتنې خادمانو، د غدیر خُم د لوی اختر په درشل کې، دا سپېڅلی حرم د بیرغونو، بینرونو په نصبولو او د ګلانو او د څراغونو په تارونو سره سینګار او چمتو کړی دی.

  • د رڼا سرچینې (۹۸) له علي (ع) سره مینه

    د رڼا سرچینې (۹۸) له علي (ع) سره مینه

    Jun 13, 2024 13:20

    د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د رڼا سرچینې نومي لړۍ له (۹۸یم) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي. عزیزانو د رڼا سرچینو د لړۍ په دې برخه کې، د مریم سورت د ۹۶م آیت شأن نزول څېړو. له موږ سره و اوسئ.