-
په یمن د امریکا د حملو د شهیدانو شمیر زیات شوی
Apr 29, 2025 01:00ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د یمن د روغتیا وزارت وویل چې د پلازمینې صنعا په شمال کښې په «بني الحارث» ولسوالۍ کښې په «ثقبان» سیمې باندې د امریکا د هوايي حملو د شهیدانو شمیر دولسو ته ورزیات شوی دی.
-
ایران د هند او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتو دی
Apr 26, 2025 02:59پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر، د پاکستان او هند ترمنځ د تاوتریخوالي له زیاتېدو سره هممهاله، په خپل ایکس- شبکې حساب کې ولیکل: هند او پاکستان د ایران وروڼه او ګاونډیان دي او له هغو اړیکو څخه برخمن دي چې د څو پېړیو په کلتوري او تمدني اړیکو کې ریښې لري. موږ دوی، لکه د نورو ګاونډیانو په څېر، خپل لومړیتوب ګڼو.
-
روسیې خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې پاکستان ته له سفره ډډه وکړي
Apr 26, 2025 02:54د هند او او پاکستان د اړیکو تر ترينګلتيا وروسته په اسلام اباد کې د روسیې سفارت خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی، چې پاکستان ته دې له سفر کولو ډډه وکړي.
-
د غزې د شهیدانو شمېر ۵۱ زره او ۴۳۹ ته لوړ شو
Apr 26, 2025 02:35پارس ټوډې - د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې پر غزې د صهیونیستي رژیم د یرغل له امله د شهیدانو شمېر ۵۱ زره ۴۳۹ تنو ته او د ټپیانو شمېر ۱۱۷ زره ۴۱۶ تنو ته لوړ شوی دی.
-
هندوستان او پاکستان باید د کشمیر له حملې وروسته زغم وښيي
Apr 25, 2025 08:56زمونږ خبریال راپور راکړی د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش د هندوستان تر کنټرول لاندې د کشمیر په پهلګام سیمه کښې د سیلانیانو پرضد له حملې وروسته له پاکستان او هندوستان غوښتي دي چې زیات زغم وښي.
-
ټرمپ: زلنسکي د سولې مخه نیسي
Apr 24, 2025 02:54ټرمپ ادعا کړی ده چی د جګړې د ختمېدو یو تړون ډېر نږدې شوی و، خو د زلنسکي لخوا د امریکا د شرطونو ردول به دا شخړه نوره هم اوږده کړي.
-
په پنجاب او خیبرپښتونخوا کې درې پاکستاني پوځیان ووژل شول
Apr 23, 2025 11:06د رسنیو په حواله، په پنجاب او خیبرپښتونخوا صوبو کې په دوو جلا بریدونو کې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
-
د هرات د خلکو ۳۰مه چوپه مرسته غزې ته ورسېده
Apr 23, 2025 10:20د هرات د خیریه بنسټونو لخوا فلسطیني وګړو ته دېرشمه چوپه مرسته غزې ته ورسېده.
-
د صهیونیسټي رژیم د بریدونو له امله په غزه کې ۳۲ فلسطینیان په شهادت ورسېدل
Apr 23, 2025 10:03په فلسطین کې ډاکټرانو ویلي چې د اسرائیلي رژیم په بریدونو کې، چې د غزې پر بېلابېلو برخو شوي، لږ تر لږه ۳۲ کسان شهیدان او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
-
په نیمروز ولایت کې ۱۰ تنه د انساني قاچاق په تور نیول شوي
Apr 23, 2025 09:30د نیمروز په ولایت کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ دفتر ویلي چې، ۱۰ تنه د انسانانو د قاچاق په تور د خاشرود ولسوالۍ، د زرنج ښار د دویمې امنیتي حوزې او د دې ولایت له عمومي لویې لارې سیمو څخه نیول شوي دي.